BBC
 شاته

چين ولې د جنوبي سمندر په لانجمنو ټاپوګانو کې هوايي ډګرونه لري؟

Image copyright CSIS Asia Maritime Transparency Initiative / DigitalGlobe

له سپوږمکۍ تصویرونه د جنوبي چین سمندرګي په لانجمنو تاپوګانو کې د چین له خوا د هوايي ډګرونو جوړېدل ښيي.

دا انځورونه د اسیا سمندري روڼتیا نوښت د جولای مياشتې په وروستیو کې خپاره کړي، چې د چین پوځي الوتکې د فیري کراس، سوبي او میسچیف کوچنیو تاپوګانو په ځینې برخو کې ناستې ښيي.

د اسیا ستراتېژیکو مطالعو په نړیوال انسټېټیوت کې شنونکی الیکساندر نییل وايي، دا رسوايي به له ګاونډیانو او امریکا سره د چین تاوتریخوالی زیات کړي، دوی لا د مخه هم د هغه څه په هکله اندېښنه ښودلې ده، چې "د جنوبي چین سمندرګي پوځیتوب" یې بولي.

تصویرونه په رښتیا څه ښيي؟

Image copyright CSIS Asia Maritime Transparency Initiative / DigitalGlobe

دا انځورونه د جنوبي چین سمندرګي له زړه سپارټلي ټاپوګانو سره نږدې په مصنوعي ټاپوګانو کې درې نوې جوړې شوې هوايي اډې ښيي.

دوی په جنوبي چین سمندرګي کې د چین ټاپو جوړولو کې پام وړ چټکتیا ښيي، چې دوه کاله پخوا په کې یواځې مرجاني غونډۍ او مرجاني ټاپوګان و.

انځورونه د داسې هوايي ډګرونو پر جوړولو راټول دي چې نور پیاوړي شوي او د چین پوځ الوتکو د کېناستلو لپاره ډيزاین شوي دي.

په ټاپوګان کې نور څه دي؟

انځورونه پر استوګنځیو او اداري ودانیو سربېره په هرو دریو ټاپوګانو کې د سمندرګي لور ته د یو ناڅرګند شپږ ضلعي جوړول هم ښيي. هر ټاپو دا ډول څلور ودانۍ لري چې د ذوزنقې( هغه څلور ضلعي چې یواځې دوه ضلعې یې سره مساوي وي) شکل یې غوره کړی دی.

پر دې سربېره هر ټاپو کې درې ناڅرګند برجونه هم جوړ شوي دي. داسې اټکل دی چې دا ډول ودانۍ په حقیقت کې د هوايي دفاع هغه پیاوړې شوې اسانتیاوې دي چې له ځمکې هوا ته د توغندويو مورچل کېدلی شي.

د الوتکو لپاره د کوچنیو هوايي ډګرونو او هوايي دفاعي سیستمونو ترڅنګ د چین د خلکو سمندري پوځ، سمندر غاړې ساتونکو او د سمندري قانون پلي کوونکو نورو ادارو لپاره د لویو لنګر اچونو او بندرونو په ګډون درې سمندري اډې هم وینو چې د عملیاتو لپاره چمتو کېږي.

Image copyright CSIS Asia Maritime Transparency Initiative / DigitalGlobe

دا موږ ته څه وايي؟

چین په سیمه کې د قدرت چلولو پروژه پیل کړې چې ور سره به سمندري او هوايي اسانتیاوې پاموړ زیاتې کړي.

په ټاپوګانو کې دا پوځي ودانۍ ښيي چې په یو څو میاشتو کې به چین په داسې دریځ کې وي چې تر نږدې اتیا پورې جنګي الوتکې به په ټاپوګانو کې ځای پر ځای کړي او دا به په جنوبي چين سمندرګي کې د دغه هېواد په شته وړتیاوو کې پاموړ زیاتونه وي.

هوايي اډې به اېچ شپږ- کې ستراتیژیک بم غورځوونکې چینايي الوتکې، وار له مخکې خبرداری ور کوونکې او څارونکې الوتکې او اوږد واټنه باري او ټانکر جېټ ځایولی شي.

دا چې له اصله دا ډول هوايي اډې له برید سره مخ کېدلی شي، نو چین داسې ښکاري چې د دې اډو د خوندیتوب لپاره پېچلی هوايي دفاعي جال ځای پر ځای کوي او د کوماندو او کنټرول زير بنا جوړوي.

خو ایا چین د دغه سمندرګي د نه پوځيتوب ژمنه نه ده کړې؟

د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر کې د چین ولسمشر شي جنپینګ د امریکا په رسمي سفر کې وویل، چې هېواد یې د سپارټلي ټاپوګانو د پوځي کولو اراده نه لري.

که څه هم د چین دریځ دا دی چې د دوی ادعا شوي ټاپوګان او د د ناین ډش کرښه کې سمندري فضا یې تر واک لاندې سیمه ده او اړینو دفاعي هڅو ته اړتيا لري.

Image copyright Reuters

امریکايي چارواکو ژر له ښاغلي شي جنپینګ د ټول جنوبي چین سمندرګي په هکله لا ډېر ځانګړی ډاډ وغوښت.

لوړپوړو چینايي چارواکو د شي جن پینګ له قوله بیانیه کې وړاندیز وکړ چې دفاعي محدويتونه باید د چین ځمکنۍ بشپړتیا ته له ګوښ سره په تناسب کې وي.

بیجینګ اوس په جنوبي چین سمندرګي کې د امریکا سمندري ازادۍ د ماڼوګرۍ عملیات د پوځي ټکر د پارولو په معنا بولي او په نویو مصنوعي تاپوګانو د دفاعي قیوداتو لپاره د بیجینګ د هڅو سپیناوي پرې کوي.

دا د چین د ګاونډیانو لپاره څه معنا لري؟

د فيلپین په ګټه د منځګړتوب د دایمي محکمې په پرېکړه پسې ولسمشر رودریګو ډیوټریټ د خپل ملت په ځانګړي اقتصادي سیمه کې د چین د دریو پرمختللو هوايي اډو په هکله غبرګون ښودلی، خو په ټوله کې په دې هکله لږ غبرګون شته.

د فیلپین سمندري ځواکونه هم نږدې په نشت حساب دي، ځکه یې له متحده ایالتونو سره دفاعي تړون یواځنۍ هیله ده. خو ښاغلی ډیوټرټ له واشنګټن سره په اړیکو کې هم ډېر محتاط ښکاري.

بل خوا ویتنام هم د جنوبي چین سمندرګي بل مدعي دی، چې په ښکاره د بېجینګ فعالیتونو ته لږ حوصله لري. وروستي رپوټونه ښيي چې ویتنام په نیولیو ټاپوګانو کې پرمختللي ګرځنده توغندي ځای پر ځای کړي دي، چې د چین د ټاپوګانو نوي مرکزونه خورا زیات بمبارولی شي.

په ټاپوګانو کې د چین د جنګي الوتکو، بم غورځوونکو او هوايي دفاع توغندیو ځای په ځای کولو وخت ناڅرګند دی، خو د ویتنام پوځي پراختیا به په جنوبي چین سمندرګي کې چین ته په راتلونکي کې د پوځ جوړولو لپاره نوره توجیه هم په لاس ور کړي.