شاته

محمد جواد ظريف او نيکولاس مادورو پر ځينو مسايلو خبرې وکړې

د ايران د بهرنيو چارو وزير د وينزويلا له ولسمشر سره پر ځينو مسايلو خبرې وکړې.

د محمد جواد ظريف او نيکولاس مادورو خبرې په نړۍ کې د تېلو د بيې د ثابت ساتلو او د تېلو د صادروونکو هېوادونو د سازمان يا اوپيک پر غښتلتيا متمرکزې وې.

وينزويلا ته د جواد ظريف د سفر پرمهال دواړو هېوادونو په خپلو کې څو موافقې هم لاسليک کړې.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف تېره شپه د دغو تړونونو لاسليک له وينزويلا سره د خپل هېواد د اړيکو د پياوړتيا په لار کې يو مهم ګام وباله.

ښاغلي ظریف زیاته کړه:

"زه ډاډه يم هغه اهميت چې دواړه هېوادونه يې خپلو اړيکو ته ورکوي، نن شپه کولاى شو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو همکاريو زمينو ته امکانات برابر کړو."

د وينزويلا ولسمشر مادورو پرون د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره تر مذاکرو وروسته د خپل هېواد د دولتي ټلويزيون له لارې وويل:

"موږ د تېلو د بازار د ثبات په هدف، د ګډ درک او نوې اجماع د ايجاد او د اوپيک سازمان د صنعت د غښتلتيا لپاره خپل کار ته ادامه ورکوو."

په ٢٠١٤میلادي کال په نړۍ کې د تېلو بيې په ناڅاپي ډول ټيټې شوې چې د وينزويلا او ايران په څېر د هغو هېوادونو اقتصاد يې سخت زيانمن کړ چې تر ډېره پر انرژي متکي دى.