BBC
 شاته

د افغانستان فوټبالرانې د غوره لیګ سیالیو په تمه دي

د افغانستان فوټبال فدراسیون د نجونو فوټبال غوره لیګ سیالیو ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي.

د نجونو لوبډله چې شاوخوا لس کاله وړاندې په کمو امکاناتو د لوبې ډګر ته راغله، تردې دمه یې د افغانستان په کچه دوه ځلي غوره لیګ سیالۍ ترسره کړي. له هېواده بهر ددوی لومړنۍ سیالي په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان له ښځینه لوبډلې سره وه.

د بي سي خبریاله زمزمه نیازۍ چې یوه ورځ یې ښځینه فوټبال لوبغاړو سره تېره کړې، وایي نجونې نه یوازې د افغانستان دغوره لیګ سیالیو، بلکې یو شمیر نورو بهرنیو لوبو ته هم تیاری نیسي.

دغو ښځینه لوبغاړو له امنیتي ننګونو سره سره، تر لوبغالي رارسیدو د خپلې سنتي ټولنې د دود په نوم ډیر ځنځیرونه مات کړي، له خورا لوړو ژورو تیرې شوي او لا هم تیریږي.

د زرغون ډګر په نوم ورزشي لوبغالي کې د نجونو فوټبال لوبډلو دوستانه لوبې جوړې کړې دي. افغانستان کې حاکم دود دوی اړې کړي چې له ټکریو او سر تر پایه حجاب سره میدان ته راشي. د نجونو د تمرین پرمهال، نارینه و ته د ورتګ اجازه نشته. په میدان کې نندارچیانې هم نه لیدلې کېږي.

بهر کې د سیالیو لپاره د چمتووالي ترڅنګ، د نجونو لوبډلې د ښځینه و غوره لیګ لپاره چې ټاکل شوې درېیم پړاو یې ترسره شي، چمتووالی نیسي. خو تراوسه د ښځینه و غوره لیګ نېټه څرګنده نه ده. هر کال دغه سیالۍ د نارینه و غوره لیګ په نیمه پایلوبه کې تر سره کېدې.

د فوټبال فدراسیون چارواکي وایي، د نجونو فوټبال لوبډلو د تمرین هدف له هېواد بهر سیالیو کې ګډون دی.

د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مسوول علي کاظمي د افغانستان د نجونو لوبډلې لاسته راوړنې د پام وړ بولي.

دی وایي، د کابل ترڅنګ "په مزارشریف کې د ښځو ۱۰ ټیمونه، هرات کې شپږ، بامیانو کې څلور، سرپل کې یو او په ډېرو نورو ولایتونو کې د ښځو منتخب ټیمونه فعال دي."

فوټبال سره د نجونو لېوالتیا ډېره ده او هره ورځ یې شمېر ډېرېږي.

هاجر ابوالفضل چې ۲۸ کاله عمر لري، اته کاله وړاندې د نجونو فوټبال لوبډلې غړې شوه. هغې په تېرو کلونو کې دوو غوره لیګ سیالیو کې د ملي ټیم لپاره لوبه کړې ده.

هاجر وايي، روانه اونۍ د تمرین لپاره امریکا ته روانه ده. هلته به د افغانستان د لوبغاړو ترڅنګ، له نورو هېوادونو فوټبالرانې هم ګډون وکړي.

هاجر تر خبرو وروسته ځان چمتو کړ چې غازي سټډیوم ته څېرمه زرغون ډګر کې تمرین وکړی. غازي لوبغالی کابل کې له مشهورو ورزشي سیمو دی. د طالبانو د حاکمیت پرمهال له دې لوبغالي د هغو کسانو د اعدام او سنګسار لپاره ګټه اخستل کېده چې ددې ډلې لخوا مجرم پېژندل کېدل.

طالبانو په ۹۰مه لسیزه کې یوه ښځه د زنا په تور په همدې سټډیوم کې په ډزو ووژله او انځورونه یې خپاره شول. زرغون ډګر کابل کې د ورزشي تمرینونو معیاري ډګر بلل کېږي. دلته هرې لوبډلې ته د لوبې اجازه نه ورکول کېږي، خو د نجونو لوبډلې پرته له کوم محدودیت نه دلته تمرین کولی شي.

له هاجر نه مې پوښتنه وکړه چې اوسمهال د ښځینه و او نارینه و لوبډلې څنګه ارزوي؟

هغې وویل: "د نجونو لوبډله د نارینه و سره نشي پرتله کیدای. هغوې ډیرې اسانتیاوې لري. که د خپلې لوبډلې په اړه ووایم، له کومه ځایه مو چې پیل وکړ، [اوس د هغې په پرتله] ډېر امکانات لرو. معیاري لوبغالي کې تمرین کوو د تمرین لپاره بهر ځو، فدراسیون هم زرغون ډګر موږ ته په واک کې راکړی دی."

د افغانستان د ۱۷ کلنو نجونو فوټبال لوبډله د روان کال په اکتوبر میاشت کې له هند سره لوبه لري. ددې لوبې ګټل د مرسل هیله ده چې ددغې لوبډلې غړې ده.

مرسل وایي، "هند سره سیالیو ته چمتووالی نیسم. هیله منه یم چې وکړای شم افغانستان ته ویاړ وګټم."

د کابل په ګډون د افغانستان ۷ ولایتونه د ښځو د فوټبال کمیټې لري. د افغانستان له فوټبال فدراسیون سره تردې دمه له ۱۰۰۰ ډېرو ښځینه فوټبالرانو نومونه ثبت دي او هره ورځ یې پر شمېر ورزیاتېږي.