د افغانستان فوټبال غوره لیګ پنځم پړاو
-
BBC
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو پنځم پړاو په کابل کې پیل شوی دی. (انځورونه زموږ همکار خوشحال تایب اخیستي)
-
BBC
د افغانستان له اتو زونونو اته لوبډلې په دغو سیالیو کې له یو بل سره لوبیږي.
-
BBC
اباسین څپې، شاهین آسمايي، سپین غر بازان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موج های آمو، میوند اتلان او عقابان هندوکش د فوټبال غوره لیګ لوبډلې دي.
-
BBC
لومړۍ لوبه د سپین غر بازانو او سیمرغ البرز ترمنځ وشوه، چې ۲ ـ ۲ مساوي سره پاتې شول.
-
BBC
دویمه لوبه د طوفان هریرود او شاهین آسمايي ترمنځ وه چې ۲ ـ ۰ د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده.
-
BBC
هرې لوبې ته زرګونه مینه وال ورځي. او خپلې د خوښې لوبډلې هڅوي.
-
BBC
په مینه والو کې لسګونه مېرمنې هم موجودې وي.
-
BBC
د فوټبال غوره لیګ سیالیو مسؤولین وايي له دې لوبو یې موخه د افغانستان الف او ملي لوبډلو ته د و لوبغاړو غوره کول یوه موخه ده.
-
BBC
د لوبو تنظیمونکو د نارینه نندارچیانو سربېره د لوبو ښځینه نندارچیانو لپاره د لوبغالي یوه برخه ځانګړې کړې ده.
-
BBC
-
BBC
-
BBC