BBC
 شاته

'وټس اپ له فیسبوک سره د کاروونکو د تیلېفون شمېرې شریکوي'

Image copyright AFP
Image caption فیسبوک به د خلکو د شمېرو له ترلاسه کولو سره دوی ته سوداګریز اعلانونه او نورې هغه خبرتیاوې استوي چې ډېر خلکو هېڅ اړتیا ورته نه لري.

هندوستان ټایمز

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د Whatsup او Facebook ترمنځ پر نوې هوکړې اندېښنه څرګنده کړې چې له مخې به یې Whatsup لهFacebook سره د خپلو کاروونکو د ټېلفون شمېرې شریکوي.

ورځپاڼه لیکي دوه کاله وړاندې کله چې Facebook ، Whatsup په ۱۹ بیلیون ډالرو رانیو، د Whatsup مشر وویل چې هېڅ څه به بدل نه شي، خو اوس به د خلکو خورا محرم جزئیات د فیسبوک لاس ته لوېږي.

فیسبوک به د خلکو د شمېرو له ترلاسه کولو سره دوی ته سوداګریز اعلانونه او نورې هغه خبرتیاوې استوي چې ډېر خلکو هېڅ اړتیا ورته نه لري.

هندوستان ټایمز هغه لاره چاره په عملي توګه پر خپلې پاڼې ښودلې چې ښيي څنګه کولی شئ خپل مبایل عیار کړئ چې Whatsup ونه کړای شي ستاسې جزئیات له فیسبوکه ترلاسه کړي.

ټایمز

Image copyright 88db

د بریتانیا چاپ ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د سترګو یوه ډاکټر ته وروسته له هغه د تعلیقي بند سزا ورکړل شوه چې غلط تشخیص یې کړی و. د یوه اته کلن هلک ویني بارکر په جمجمه کې پړسوب د دې لامل شو چې د سترګو ډاکټر ته له مراجعې پنځه میاشتې وروسته ومري.

د ده په مغزو کې د میکروب دمه کېدل د بارکر د مړینې لامل ښودل شوی.

محکمې ډاکټره هني روز د دې لپاره په دوه کاله تعلیقي بند محکومه کړه چې د ناروغ ډېر ښکاره 'غیرعادي' حالت یې له پامه غورځولی و.

بله خوا د سترګو ډاکټرانو اندېښنه ښکاره کړې چې داسې سزاوې به ډاکټران وډار کړي چې پر خپلو تېروتنو قناعت وکړي. د بریتانیا د روغتیا وزیر جېرېمي هنټ هم دغه سزا غندلې او ویلي یې دي له داسې تېروتنو د مخنیوي په برخه کې دې کار وشي.

د بارکر مور ویلي د ډاکټر د بې غورۍ له کبله دې ته د عمر سزا راکړل شوې. دې ویلي که بې غوري شوې نه وای، ځوی به یې نن ژوندی و.

ډان

Image copyright AFP
Image caption ډان لیکي تر دې وړاندې پر مظاهره چیانو د خوږوونکو مردکیو په کارولو چې ځینې خلک یې ړانده کړي هم ؤ، د هند حکومت تر نیوکو لاندې راغلی دی.

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼه لیکي هند تکل لري د دوی تر ولکې لاندې کشمیر کې پر لاریون کوونکو د مرچ شیندونکو مرمیو ډزې وکړي.

ورځپاڼه لیکي د دغې وسیلې د کارولو لپاره چې پاوا نومېږي، وروستۍ پرېکړه باید د هند د کورنیو چارو وزیر وکړي.

ډان لیکي تر دې وړاندې پر مظاهره چیانو د خوږوونکو مردکیو په کارولو چې ځینې خلک یې ړانده کړي هم ؤ، د هند حکومت تر نیوکو لاندې راغلی دی.

نیویارک ټایمز

د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي وروسته له دې چې فرانسه کې محکمې د بورکیني اغوستو ته اجازه ورکړه، ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر پر سیمه ییزو چارواکو غږ کړی چې په شا دې شي او په مسئولانه ډول دې د تاوتریخوالو کمولو کې ونډه واخلي.

Image copyright Reuters

د نیویارک ټایمز شننه دا ده چې په داسې وخت کې به بورکیني ته اجازه ورکول بحث ته د پای ټکی کښېنښودلی شي، ځکه چې ډېر ژر ولسمشریزې ټولټاکنې ترسره کېدونکې دي او پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي ویلي چې تکل لري ځان بیا ټاکنو ته نوماند کړي او ښاغلی سرکوزي پر بورکیني د کلک بندیز لګولو غوښتونکی دی.