BBC
 شاته

پر بایسکل نژدې ۸۰۰ کیلومتره سفر

د خیبر پښتونخوا کوز دیر اوسېدونکې ثمرخان د ګلګت بلتستان تر واورینې غر څوکې' بیافو ' پورې د بایسکل ځغلونې یو نوی ریکارډ جوړ کړی.

دغه واورینه څوکه له شمالي او سویلي قطب نه بهر د نړۍ درېیمه لوړه داسې څوکه بلل کېږي، چې په واورو پوښلې ده. ثمر خپل یون له پلازمېنې اسلام اباد نه پیل کړ او ګلګت ته نژدې تر اسکولې نومي کلي پورې یې پر بایسکل نژدې ۸۰۰ کیلومتره سفر وکړ.

عمر افریدي له ثمر خان سره د خپل سفر په اړه خبرې کړي.