د فرانسې پر ګڼې ګوڼې د لارۍ برید
-
AP
د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې لږترلږه ۸۰ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.
-
AP
د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا پېښه غندلې او دا يې "یو وحشتناک او ترهګریز برید" بللی.
-
په ځینو خپرو شویو ویډیوګانو او عکسونو کې ښکاري چې لسګونه کسان پر سړکونو پراته دي.
-
ویل کېږي، په وژل شویو کې اوه ماشومان دي.
-
د فرانسې پولیسو ویلي، ځینې داسې پاڼې یې موندلې، چې د لارۍ چلوونکی تونسي الاصله فرانسوی دی.
-
AFP
د فرانسې چارواکو له وګړو غوښتي چې په کورونو کې پاتې شي
-
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دا یو "ترهګریز" برید بلی او په هېواد کې کې یې بېړنی حالت درې میاشتې نور غځولی دی.
-
AP
ویل کېږي چې لارۍ په تېزۍ سره هغه مهال پر خلکو ورغلله کله چې دوی د اورلوبې ننداره کوله.
-
AP
چارواکي دغه پېښه یو لوی برید بولي او له خلکو یې غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
-
AP
فرانسه کې بېړنی حالت درې میاشتې نور غځول شوی