شاته

۲۰۲۰کال کې به توکیو د المپیک لوبو کوربه وي

د برازیل د ریو ډې جینیرو د المپیک لوبې په ماراکانه لوبغالي کې له رنګونو ډکو اور لوبو او په جشنونو پای ته ورسېدې او د المپیک بیرغ توکیو ته چې په ۲۰۲۰میلادي کال به د دغو لوبو کوربه وي، وسپارل شو.

د برازیل د حاره ژمي له باران او سیلۍ سره-سره پرون د دغو مراسمو لیدو ته په لوبغالي کې شاوخوا ۵۰ زره کسان راټول شوي وو.

په دغو مراسمو کې لوبغاړي د رسم ګذشت په بڼه د نندارچیانو له مخې تېر شول او په سمبولیکه بڼه د المپیک بېرغ توکیو ته چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د المپیک د لوبو کوربه وي وسپارل شو.

د المپیک د نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ په رسمي توګه د المپیک د دغو لوبو چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ او د جنوبي امریکا په یوه هېواد کې لومړنۍ لوبې دي، د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

د برازیل المپیک لوبې په جشنونو پای ته ورسېدې

د برازیل المپیک لوبې په جشنونو پای ته ورسېدې

په دغو لوبو کې د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو د یوه ټیم له ۱۱۳۰۰ زیاتو لوبغاړو ګډون کړی وو.

د المپیک د نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي باخ مخکې له دې چې د المپیک مشال مړ شي دغه لوبې حیرانونکې وبللې چې د ده په وینا په یوه په زړه پورې ښار کې ترسره شوې.

هغه وویل، په تېرو ۱۶ ورځو کې یو موټی برازیل نړۍ ته نوې انګېزه ورکړه.

ښاغلي باخ زیاته کړه:

"د المپیک دغه لوبې مخ ته نسلونو ته له ځانه یو ځانګړی تاریخ پریږدي. تاریخ به د ریو ډي جینرو په اړه د المپیک له لوبو مخکې او وروسته خبرې کوي."

د المپیک د ملي کمېټې د رئیس له خوا د توکیو والي یوریکو کیوکي ته د بیرغ په سپارلو سره د ۲۰۲۰میلادي کال د المپیک لوبې توکیو ته ولیږدول شوې.

د جاپان د پلازمینې په لنډه ننداره کې صدارعظم شینزو ابي د کمپیوټري لوبو د کرکتر سوپر ماریو په جامو کې له یوه شین رنګه پایپ څخه راڅرګند شو چې ګومان کیږي هغه له توکیو ریو ډي جینرو ته د لنډې لارې په توګه غوره کړې وه.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د ریو ډي جینرو د المپیک د لوبو رئیس کارلوس نیوزمن دغه لوبې تاریخې وبللې او توکیو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلي نیوزمن زیاته کړه:

"ریو په تاریخ کې ثبت شوه. له تاسو د زړه له کومې مننه کوم او توکیو ته په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د بریالیتوب هیله کوم."

د ریو ډي جینیرو لوبې له کومې ناوړه سترې پېښې پرته ترسره شوې او په دغو لوبو کې یو شمېر پخوانیو اتلانو په خپل ګډون سره نندارچیانو ته نوره هم خوښي او هیجان ورپه برخه کړ خو پر دغو لوبو ځینو ناوړه پېښو لکه د ډوپینګ په خاطر له دغو لوبو د شاوخوا ۱۲۰ روسي لوبغاړو منع کول خپل سیورۍ غوړولی وو.

روسیه د دغو لوبو ستره بایلونکې وه چې د امریکا له متحدو ایالتونو، بریتانیا او چین وروسته یې د مېډالونو د ګټلو له پلوه څلورم ځای ونیو.

روسیې د سرو زرو۱۹، د سپینو زرو ۱۸ او د برونزو ۱۹مېډالونه چې ټولټال ۶۵ کیږي وګټل؛ حال دا چې دې هېواد په مخکینیو د ۲۰۱۲میلادي کال د لندن د المپیک په لوبو کې ۸۲ مېډالونه ګټلي و.

امریکا ۱۲۱ مېډالونه وګټل او د لوبو کوربه هېواد برازیل هم دیارلسم ځای خپل کړ.