شاته

فرانسه کې د لارۍ په حملې کې ۷۷ کسان وژل شوي

د فرانسې د نیس په ښار کې خلک د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو لپاره راټول شوي و چې یو کس لارۍ موټر پرې وروسته او لږ تر لږه ۷۷ کسان یې ووژل.

په پیښه کې د لارۍ چلوونکی وژل شوی او شاوخوا سل کسان ژوبل شوي هم دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پولیسو د لارۍ موټر چلوونکی ویشتلی او وژلی دی. د امریکا غږ یوه خبریاله لنډا رنجي چې د نیس په ښار کې ده، وایي چې د ډیرو کسانو مړي یې ولیدل چې په ځمکه پراته و.

چارواکو تر اوسه ندي ويلي چې دا د تروریزم عمل و خو عیني شاهدان بیا وړایي چې لارۍ چلوونکي قصداً په خلکو موټر خیژولی.

دا خلک پیاده ګرځیدل او ټولې لارې کوڅۍ تړل شوې وې خو د لارۍ چلوونکي وکړی شو د خلکو په منځ کې ځانته لار پیدا کړي . هغه موټر په خورا چټکۍ سره په خلکو وخیژاوه او هرې خوا ته یې خلک پرې ووهل.

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند د کورنیو چارو په وزارت کې اضطراري غونډه جوړه کړې. د امریکا جمهور رئیس براک اوباما دا برید په سخو ټکو غندلی او هغه یې

د " تروریزم ناوړه" عمل ګڼلی. د سپنې ماڼۍ په اعلامیې کې د نیس د ښار په پیښه کې د وژل شویو او ژوبلو شویو کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې.

جمهور رئیس اوباما په اعلامیې کې ویلي خپل ټیم یې امر کړی چې د فرانسې د چارواکو سره اړیکې ونیسي او په تحقیقاتو کې یې د همکارۍ وړاندیز هم کړی.