BBC
 شاته

فرانسه کې پر ګڼې ګوڼې یوه لارۍ بېول شوې

Image copyright AFP
Image caption له پېښې وروسته دغه سیمه کلا بند شوې ده.

د فرانسې په جنوبې ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې لارۍ په تېزۍ سره هغه مهال پر خلکو ورغلله کله چې دوی د اورلوبې ننداره کوله.

چارواکي وايي‌په دغه پېښه کې شاوخوا ۷۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي خو کره شمېره لا نه ده معلومه.

په ځینو خپرو شویو ویډیوګانو او عکسونو کې ښکاري چې لسګونه کسان پر سړکونو پراته دي.

چارواکي دغه پېښه یو لوی برید بولي او له خلکو یې غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د نیس څارنوال وايي‌ لارۍ شاوخوا دوو کيلومتره پورې پرخلکو بېول شوې ده.

د لارۍ چلوونکى له پوليسو لخوا په ډزو وژل شوى دی.

ځینې رپوټونه وايي چې د لارۍ دننه وسلې او لاسي بمونه هم موندل شوي دي.

عیني شاهدان وايي واټونو کې ويره خوره شوې ده.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند بېړنۍ غونډه را بللې.