هيتي کې کولرا ناروغي
ملګرو ملتونو اوس منلې، چې شپږ کاله مخکې هيټي کې د کولرا يا سختې نس ناستې ناروغۍ خپرېدو کې ښکېل وو، چې نژدې ۱۰ زره خلک يې وژلي وو.
څېړونکي وايي د دې ناروغۍ خپرېدو لامل تر يوې اندازې د سوله ساتو ځواکونو يوې اډې فضله توکو له نامناسب سمبالښت سره تړلی و.
ملګرو ملتونو په وار وار دې وبا کې د هر ډول ښکېلتيا خبره ردوله، او لا تر اوسه ټينګار کوي، دوی لا تر اوسه مسئول نه دي، نو له محاکمې خوندي دي.