شاته

طالبانو د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ نیولې ده

نن سهار وختي په ځایی وخت ۴ بجې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د خان اباد پر ولسوالۍ برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د دغې ولسوالۍ بازار ته طالب وسله وال ننوتل چې بیا وروسته یې د ولسوالۍ مرکز هم ونیو.

د خان اباد ولسوالۍ حیات الله امیري امریکاغږ ته وویل" مونږ ته یې مورال راکاوه چې پنځه شپږ طالبان دي مقاومت وکړئ، خو سهار څلور بجې یې حمله وکړه، تر اوسه مو مقاومت وکړ، مونږ ته یو ضربتي ټانک مرستې ته رانغی".

هغه زیاته کړه چې په خان اباد باندې طالبانو سخته جګړه وکړه، او د خان اباد سرتیرو ته مرسته ونه رسیده نو ځکه طالبان پر ښار ننوتل.

حیات الله امیري وویل"د خان اباد ولسوالۍ سقوط وکړ، د امنیې قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ طالبانو ونیولې خو د ښار په جنوبي او ختیځه برخه کې زمونږ قواوې موجود دي اولا هم جګړه کوي".

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش وايي چې خان اباد کې هم له تیرو څو ورځو راهیسې جګړه وه. او وضعیت تر هغې ډیر خراب دی چې فکر کیږي.

د ولایت یو بل مسول چارواکي چې له نوم اخیستنې څخه یې ډډه کوله ویې ویل چې طالبان د خان اباد د ښارغرب لور ته د چارتوت له سیمې د خان اباد پر ښار ننوتل.

نن سهار طالبانو د فیسبوک پر پاڼه هغه ویډیو هم نشر کړې چې تیره ورځ یې د خان اباد کندوز پر لویه لار د پولیسو پر پوسته په برید کې ۱۴ تنه پولیس نیولي دي.

د والي ویاند سید محمود دانش امریکاغږ ته دا هم وویل چې د علي اباد پر ولسوالۍ طالبانو برید کړی و خو د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شو.

دغه چارواکي زیاته کړه چې جمهور ریس د کندز له والي اسدالله عمرخیل سره بیګاه شپه خبرو کې ژمنه وکړه چې د کندوز جګړې ته یې لوړ پوړي نظامي مسولین ورلیږلي دي.

هغه وايي چې تر اوسه د جمهور ریس مرسته هم کندز ته راونه رسیده، خو دوي فکرکوي چې د کندوز حالات ورځ تر بلې نور هم کړکیچن شي.

د بلې خوا طالبانو په یو بیان کې نن سهار د خان اباد د ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو یوویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولې اعلامیه کې ویلي چې

د عمري عملیاتو په لړ کې د دغې ډلې وسله والو نن سهار د کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، داستخباراتو مرکز، د ولسوالۍ اړوند فرقه، قرارګاوې او ۹ امنیتي پوستې نیولي دي.

طالبانو ویلي چې په نیول شوو پوستو کې د بندرشور پوسته، دقدیرک د ورور پوسته، د کریم پوسته، د محمدالله پوسته، دخانو پوسته، د اختر د ټي پي پوسته، دملاغلام دکلي پوسته، د عکس داود دوه پوستې شاملې دي.

طالبانو په دې جګړو کې افغان ځواکونو ته د سر د زیان د اړولو ادعا هم کړې، خو تراوسه افغان امنیتي ځواکونو په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.