شاته

په ترکیه کې مشهور ژورنالیست نیول شوی

د ترکیې د دولتي خبري اژانس په یو راپور کې ویل شویدي چې محکمې د اصله اردوغان د نیولو امر پرون ورکړ او وروسته د پولیسو لخوا ونیول شه.

په هغه دا تور دی چې د یوې وسله والې تروریستي ډلې غړیتوب لري.اصله اردوغان د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره هیڅ اړیکې نلري.

هغه په ترکیه کې مشهور ژورنالیست او لیکوال دی چې د اوزګور ګوندم په نامه د ورځپاڼې سره کار کوي چې د کردانو طرفداره ورځپآنه ده.

محکمې د همدې اونۍ په سر کې د اوزګور ګوندم د ورځپاڼې د بندولو حکم هم صادر کړی و. پدې ورځپاڼې دا تور لګول شوی چې د کردستان د کارګر ګوند لپاره یې تبلیغات کول.

د ترکیې حکومت پې کې کې ترویستي ډله ګڼي او د ځپلو لپاره یې ځو ځله نظامي عملیات هم کړیدي.

د اناتولیه د خبري اژانس په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د دې ورځپاڼې دوه نور کارکوونکي هم نیولي شویدي.