شاته

پاکستاني مقام: کابل او طالبان د سولې خبرو پیل ته لېوالتیا نه لري

د افغانستان دولت د خبرو میز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره پلان نه لري.

دغه خبره تر هغې وروسته مطرح کيږي چې د روان کال په لومړيو کې د څلورو هېوادونو په ګډون د سولې لپاره هڅو پایله ورنکړه.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند، هارون چغانسوري ویلي چې د افغانستان، پاکستان چین او متحده ایالتونو په عضویت څلور هیوادیزه ناسته په نږدې راتلونکې کې د کومې ناستې تکل نه لري.

د سولې د خبرو لپاره ګمارل شوې دغې ډلې د روان کال له جنورۍ څخه تراوسه پورې په افغانستان او پاکستان کې پنځه ځلي سره ناسته کړې ده. دې ناستو کې طالبانو حضور نه درلود ځکه چې د سولې په خبرو کې یې خپل ګډون رد کړی و.

د اسوشیتید پرېس له خبري آژانس سره په خبرو کې چغانسوري ويلي چې د بلې ناستې لپاره "ټاکلې نېټه نشته".

د چغانسوري خبرې د افغانستان د حکومت ناهیلي څرګندوي کوي کوم چې د سولې په لار کې د ګاوندي پاکستان له کمې لیوالتیا څخه مایوسه دی. جمهور رئیس غني اسلام پدې تورنوي چې د طالبانو مشرانو ته ېې پناه ورکړې، هغه تور چې اسلام آباد یې نه مني.

چغانسوري وايي: "افغانستان اوس هم د هغو ترهګرو ډلو لخوا کړیږي چې له پاکستان څخه فعالیت کوي او هلته د ملاتړ مرکز لرِي."

جمهور رئیس غني په ۲۰۱۴ کال کې د سولې د رواستو له ژمنې سره د افغانستان د چارو واګې په لاس کې واخیست او د جګړو د پاې ته رسولو په موخه يې په سر کې اسلام آباد ته مراجعه وکړه. په کابل کې تر خونړیو چاودنو وروسته ښاغلي غني له پاکستان سره خبرې وځنډولې او له اسلام آباد څخه وغوښتل چې له طالبانو او حقاني شبکې څخه ملاتړ بند کړي.

د پاکستان د پوځ یو مقام چې د افغان سولې له بهیر سره آشنايي لري د چغانسوري د څرګندونو په تکرارولو سره وايي چې د سولې خبرې په نږدې راتلونکې کې پیلیدونکې نه ښکاري.

نوموړي وایې: "له طالبانو او کابل ترمنځ د سولې خبرې د سولې خبرې په قوي احتمال دیر ژر پیل نشي. ځکه چې نه طالبان او نه هم د افغانستان دولت د خبرو د بیاپیلولو ته لیواله دي"