سوریه کې داعش ولس د "ډال په توګه" کارولی
له هوا نه اخیستل شوي تصویرونه ښيي، چې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې وسله وال د سوریې له منبیج ښاره د تېښې پر مهال ملکي خلک د ډال په توګه کاروي.
د سوریې دیموکراتیک ځواک ' ایس ډي ایف ' وايي د سلګونو ګاډو یو کاروان دغه تصویرونه د جمعې په ورځ اخیستل شوي دي.
د کردي او عرب وسله والو دغه ځواک چې د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ ورسره دی، وايي د کاروان په هر ګاډي کې ملکي کسان وو او دوی د تلفاتو مخنیوي لپاره له برید کولو ډډه وکړه.
داسې ګومان کېږي، چې د اسلامي دولت نومي ډلې دغه وسله وال شمالي کې د ترکیې پولې پر لورو وخوځېدل.
ایس ډي ایف ځواکونو چې د امریکا په مشرۍ د اییتلاف هوايي ځواک ملاتړ ورسره دی، له ۱۰ اونیو محاصرې وروسته د منبیج بشپړ کنترول تر لاسه کړی دی.
بغداد کې د اییتلافي ځواکونو مرکز ویاند ډګروال کریس ګارور وايي، 'کله چې د اسلامي دولت نومي ډلې وسله والو ولیدل د ښار کنترول یې له لاسه وځي، د دغې ډلې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې وسله والو خپل، خپلوان، پلویان او برمته شوي ملکیان یې راټول کړل او له ښاره ووتل.'
نوموړی وايي، وسلوالو ملکي کسان له ځان سره ګاډو کې کښېنول او د شمالي پر لور وخوځېدل:
''موږ له دوی سره د ملکي کسانو په څېر چلند وکړ، موږ هېڅ برید و نه کړ.''
د شنبې په ورځ سلګونه ملکیان خوشي شوي او نور بیا تښتېدلي دي.
د محاصرې پر مهال ایس ډي ایف ځواکونو د 'اسلامي دولت' نومې ډلې وسله والو ته د ملکي تلفاتو مخنیوي په موخه له ښاره د وتلو خوندې لارې ورکولو وړاندیز کړی و، خو هغه مهال یادې ډلې دغه وړاندیز رد کړ.