BBC
 شاته

دبۍ: هغه بریتانوی نیول شوی چې د افغانانو لپاره یې د بسپنې غوښتنه کوله

Image copyright FACEBOOK
Image caption ۴۲ کلن ریچارډ سکاټس د بریتانیا او استرالیا غبرګونی تابعیت لري

دبۍ کې یو ۴۲ کلن بریتانوی سړی له دې کبله نیول شوی، چې په کابل کې د بې ځایه شویو کسانو لپاره یې د بسپنې یو پیغام پر خپله فېسبوکپاڼه شییر کړی و.

سکاټ ریچارډ چې د بریتانیا او استرالیا دواړو هېوادونو تابعیت لري پر خپله فېسبوکپاڼه هغه پیغام له نورو سره شریک کړی و، چې د کابل قمبر څلور لارې بې ځایه شویو لپاره په کې د کمبلو او ترپالونو رانیولو غوښتنه شوې.

ریچارډ تر ۲۲ ورځو پورې توقیف کې و او بیا له اجازې پرته د بسپنې په ټولولو تورن شو.

ځايي پولیسو منلې چې ریچارډ پر ټولنیزو رسنیو د یوې امریکايي خیریه ټولنې لخوا په عام محضر کې د بسپنې غوښتلو پیغام خپرولو سپارښتنه کړې.

دغه ټولنه افغانستان کې فعالیت کوي.

ټولنه د کابل قمبر څلور لارې کې د بې ځایه شویو افغانانو کمپ اوسېدونکو ته د کمبلو، تودو کالیو، جرابو او ترپالونو لپاره د ۳۵۰۰۰ امریکايي ډالرو ټولولو غوښتنه کوي.

څلور کاله مخکې د سختۍ یخنۍ له کبله له د قمبر څلور لارې کمپ کې له۱۰۰ ډېر ماشومان مړه شوي وو.

متحدو عربي اماراتو کې د نوي قانون له مخې هېڅ خیریه ټولنې ته چې دغه هېواد کې ثبت نه وي د بسپنې ټولولو اجازه نه ورکوله کېږي.

Image copyright GATTY IMAGES
Image caption متحدو عربي اماراتو کې د بسپنې ټولولو لړ کې سخت قوانین وضع شوي دي

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي '' دوی د نوموړي ملاتړ په چارو بوخت دي ''

هغه قوانین چې پروسږ کال تصویب شوو، د دغه هېواد د اسلامي او خیریه چارو فعالانو له لیکلې اجازې پرته هېچا ته د بسپنې یا د خیریه اعلانونو خپرولو اجازه نه ورکوي.

له دغه قانونه سر غړونکو کسانو ته ښايي له دوو میاشتو تر یوه کاله د زندان سزا ورکړل شي او یا هم تر ۱۰۰ زرو اماراتي درهمو پورې جریمه شي.

ښاغلی ریچارډ چې د استرالیا په اډنبرا ښار کې لوی شوی، دبۍ کې له خپلې مېرمنې او دوو زامنو سره ژوند کوي او د اقتصادي ودې سلاکار دنده لري.

د نوموړي مور پینیلوف هابیرفیلډ وايي، ریچارډ په اونۍ کې یوازې یو ځل کالي بدلولای شي او د توقیف پر مهال ورنه د اوبو بدل کې پېسې اخیستل کېدې.

مېرمن هابیرفیلډ بي بي سي ته وویل، د ریچارډ مېرمن له '' سخت کړاو سره مخامخه ده، هغه اونۍ کې یوازې یو ځل میړه ته د کالیو وروړلو اجازه لري او د اوبو یا اضافي خوړو رانیولو لپاره باید پېسې ورکړي. هغه خپلو ماشومانو ته اندېښمنه ده او د ځان په اړه اندېښمنه ده، چې که پېسې وروسره پاتې نه شي، څه به کوي؟''

ریچارډ د جولای پر ۲۸ مه خپل کور کې نیول شوی او مراقبت نومي پولیس مرکز کې ساتل کېده.

هغه ته اونۍ کې یو ځل له خپلې مېرمنې سره د لیدو او د لږ وخت لپاره د ټیلیفون کولو اجازه ورکول کېده.