BBC
 شاته

د لامبو وهنې افغان فدراسیون ته د نړیوالو فدراسیونونو خبرداری

Image copyright
Image caption د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون نوي مشر احسان طاهري بي بي سي ته وویل، اوس د لامبو وهنې اسیایي او نړیوالو فدراسیونونو دوی ته د حق العضویت د ورکړې لپاره لس ورځې وخت ورکړی دی.

د لامبو وهنې اسیایي او نړیوالو فدراسیونونو د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون ته خبر داری ورکړی، که د اګست تر پایه د حق العضویت پیسې ورنه کړي، غړیتوب به یې لغوه کړي.

د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون په تیرو دولسو کلونو کې یوازې د درېوو لومړنیو کلونو حق العضویت د لامبو وهنې اسیایي او نړیوالو فدراسیونونو ته ورکړی دی.

د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون نوي مشر احسان طاهري بي بي سي ته وویل، اوس د لامبو وهنې اسیایي او نړیوالو فدراسیونونو دوی ته د حق العضویت د ورکړې لپاره لس ورځې وخت ورکړی دی.

ښاغلی طاهري وایي، دوی ته ویل شوي که په ټاکل شوي ضرب الاجل کې پیسې ورنه کړي، د لامبو وهنې په فدراسیونونو کې به یې غړیتوب لغوه او د لامبو وهنې لوبغاړي به یې په نړیوالو ډګرونو کې د لوبې اجازه ونه لري:

"له بده مرغه، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د لامبو وهنې ملي فدراسیون ته د لامبو وهنې د اسیایي او نړیوال فدراسیون له خوا خبرداری ورکړل شوی چې د اګست تر پایه باید نهه کلنی حق العضویت ورکړي، که د اګست تر پایه دغه حق العضویت ورنه کول شي، افغانستان په اسیایي او نړیواله سطحه بیا د لامبوهنې د سیالۍ اجازه نه لري، دا ډیر غټ ضعف دی، هم د فدراسیون، هم د اولمپیک او هم د تربیت بدني".

د ښاغلي طاهري په خبره د دغې ستونزې یو لامل ممکن دا وي چې دا مهال په افغانستان کې د اولمپیک دوه موازي ادارې فعالیت کوي چې یوه اداره یې کورنی او بله هغه یې نړیوال ملاتړ لري.

Image copyright
Image caption د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون په تیرو دولسو کلونو کې یوازې د درېوو لومړنیو کلونو حق العضویت د لامبو وهنې اسیایي او نړیوالو فدراسیونونو ته ورکړی دی.

که څه هم نوموړي له اسیایي او نړیوالو فدراسیونونو څخه د حق العضویت د پور اندازه مشخصه نه کړه، خو زیاته یې کړه چې ممکن د درې زره ډالرو په شاوخوا کې پوروړي وي.

د دغې ستونزې د هواري په هدف مو په کابل کې د اولمپیک د ملي کمیټې له دواړو ادارو سره خبرې وکړې.

د ظاهر اغبر په مشرۍ د اولمپیک د ملي کمیټې سکرتر جنرال یونس پوپلزی وایي، د حق العضویت د ورکړې موضوع جدي نه ده او ډیر ژر به هواره شي:

Image copyright UCA
Image caption د فهیم هاشمي په مشرۍ د اولمپیک د ملي کمیټې د مشرتابه مسؤولین وایي، دا خپله د لامبووهنې د فدراسیون کمزوري ده چې له نهو کلونو راهیسې یې د غړیتوب فیس نه دی ورکړی

"حق العضویت یوه ډیره جزوي او وړه مسئله ده، د کابل پنځوس یا سل ډالره حق العضویت دی او زه فکر نه کوم چې نړیوال فدراسیون دې د دې لپاره د افغانستان د فدراسیون عضویت لغوه کړي چې دوی فیس نه دی ورکړی، مونږ سره داسې کره اسناد نشته چې دا ثابته کړي، زه اطمنان ورکوم خپلو خلکو ته چې د لامبو وهنې فدراسیون غړیتوب به ثابت وي او د اولمپیک کمیټه هڅه کوي چې دغه وړه ستونزه حل شي".

په همدې حال کې د فهیم هاشمي په مشرۍ د اولمپیک د ملي کمیټې د مشرتابه عمومي منشي محمود حنیف وایي، دا خپله د لامبووهنې د فدراسیون کمزوري ده چې له نهو کلونو راهیسې یې د غړیتوب فیس نه دی ورکړی:

"په دې موضوع کې خپله د فدراسیون غفلت هم شته، د فدراسیون مسئولین په دې نه پوهیږي چې باید هر کال د غړیتوب پیسې ورکړي، کله چې د فدراسیونونو په مشرتابه کې غیر مسلکي کسان دنده پر غاړه لري نو هغوی نه پوهیږي چې نړیوالو فدراسیونونو ته حق العضویت ورکړي".

Image caption د ظاهر اغبر په مشرۍ د اولمپیک د ملي کمیټې سکرتر جنرال یونس پوپلزی وایي، د حق العضویت د ورکړې موضوع جدي نه ده او ډیر ژر به هواره شي

د لامبووهنې د فدراسیون په چوکاټ کې دغه ستونزه په داسې حال کې پیدا شوې چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د لامبو وهنې د ملي او زونونو لوبډلو لپاره ټاکنې وشي.

په افغانستان کې د لامبووهنې لوبغاړي له مسلکي پلوه په تیرو څو کلونو کې د لامبو ځایونو په جوړولو نوي پړاو ته دننه شوي، خو له اوسني وضعیته داسې ښکاري که یې ستونزې حل نه شي، روحیه به یې کمزورې او له نړیوالو لوبو به بې برخې شي.

Image copyright
Image caption د لامبووهنې د فدراسیون په چوکاټ کې دغه ستونزه په داسې حال کې پیدا شوې چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د لامبو وهنې د ملي او زونونو لوبډلو لپاره ټاکنې وشي.