شاته

المپیک لوبو کې ابوغوش د تکواندو برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه

د المپيک په ۲۰۱۶ میلادي کال سیالیو کې له اردن څخه احمد ابوغوش د تکواندو په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د تکواندو د نړیوال فدراسیون د معلوماتو له مخې احمد ابو غوش په ۶۸ کیلو ګرام وزن کې د سرو زرو د مډال په ګټلو سره د اردن په تاریخ کې د تکواندو په برخه کې لومړنۍ لوبغاړی دې چې دغه مډال ګټي.

اردن له ۱۹۸۰ کال راهیسې د المپیک په سیالیو کې ګډون کوي خو دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد مډال ګټي.