BBC
 شاته

کابل بازانو د کرېکټ شپږېزې اتلولي وګټله

افغان پلازمېنه کابل کې د شپږيزې سياليو په پايلوبه کې کابل بازانو مس عينک لوبډلې ته ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه مس عينک لوبډلې ګټلې وه او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

مسک عينک لوبډلې چې روزونکی یې ریس احمدزی دی کابل بازانو ته په ټاکلو ۲۰ اوورنو کې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه.

د مس عينک لوبډلې لپاره تر ټولو ښه لوبه نوروز منګل او وحيدالله شفق وکړه. دوی په ترتيب سره ۳۹ او ۳۳ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو د توپ اچونې په برخه کې رشيد خان د څلور لوبغاړو په سوځولو سره ترټولو ښه وځلېد.

پر ده سربېره کريم جنت دوه، امير حمزه او محمد سميع يو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د کابل بازانو لپاره شهزاد محمدي په ۵۰ توپونو کې د ۹۰ منډو په جوړولو سره تر ټولو ښه لوبه وکړه.

پر ده سربېره نجيب ترکی د ۱۸ او اصغر ستانکزی د ۱۰ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

د دغې لوبې ليدو ته په لوبغالي کې شاوخوا ۸ زره مینه وال راغونډ شوي وو او په لوبغالي کې د ځای کموالي له امله شاوخوا سلګونه کسان بهر ولاړ وو.

د كرېكت بورډ مرستيال حاجي عزيز الله فضلي په وينا، "كابل لوبغالى كوچنى دى. دی له حكومته غواړي شاوخوا ځمكې چې بېكاره دي د دوى په واك کې وركړي".

وړاندې هم ګڼو مینه والو ویلي وو، د لوبې کتلو لپاره یې ټکټونه اخیستي، خو لوبغالي ته یې نه ورپرېږدي، ځکه ليدونکو د ځایولو وړتیا نه لري.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان دننه په دې کچه لوبې ترسره کېږي، په دغه سياليو کې پنځه بهرني لوبغاړي هم لوبېدل.

د شپږیزې په دې سیالیو کې ټولو شپږو لوبډلو برخه لرله، امو نهنګان، سپین غر زمریان، مس عینک، بند امیر، کابل بازان او بست.