شاته

د کډوالو ناوړه حالت؛ د هنګري پولیس کډوال ډبولي دي.

د بشر حقونو څار ډلې د یو راپور په خپرولو سره ويلي چې د هنګري پوځیان مخکې تردې چې کډوال د صربستان سرحد ته واستوي، په بې رحمي سره ډبوي.

د روانې میاشتې له پنځمې نېټې راپدې خوا کوم کډوال چې د هنګري د سرحد په اته کیلومترۍ کې نيول کیږي د صربستان پولې ته چېرې چې د هنګري حکومت د کډوالو د راتک د مخنیوي په خاطر اغزن خنډ جوړ کړی، لیږدول کیږي.

د پولیسو په وینا د نويو مقرراتو له وضع کیدو وروسته، ۶۲۱ تنه کسان صربستان ته انتقال شوي دي.

پدې منځ کې ځینې هغه افغان کډوال چې د هنګري له خاورې ویستل شوي دي، ددغه هېواد د پولیسو او نورو پوځیانو لخوا سخت ټکول شوي دي.

یو تن افغان پناه غوښتونکی، وحید خان چې اوس د صربستان د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي د هنګري د پولیسو په لاس د ناوړه چلند او زورزیاتو څخه په کلکه ګیله مند دی.

وحید خان وایې: "زه درې ځلې هنګري ته لاړم. زه نور پدې لارې نه ځم. ستونزې لرو او سخت ډبول شوي یو. د هنګري پولیسو سخت ووهلو."

وحید خان د "هورګوس" په نامه کمپ کې اوسیږي. دغه کمپ د هنګري له سرحد څخه څو کیلومتره لرې پروت دی، چېرې چې هره ورځ لسګونه کډوال راځي.

وحید خان وویل: "پولیس مو سخت ټکوي او پر موږ سپرې شیندي. ډیرې ستونزې مو ګاللي دي. د هنګري پولیس د خلکو په ډبولو سره له سرحد څخه د هغو د وړاندې تګ مخه نیسي. د هنګري پولیس ډیرې ستونزو زیږولي دي."

د هنګري حکومت د بشر حقونو د څار ډلې په تازه راپور کې د شویو ادعاګانو په وړاندې تراوسه کوم غبرګون ندی ښودلی، خو وړاندې تردې یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالۍ کمیشنرۍ د یو راپور په مقابل کې ورته تورونه رد کړي دي.

دوه میاشتې وړاندې د هنګري د کډوالو ادارې د ځینو شمېرو په خپرولو سره وویل چې د مې میاشتې په نیمايي کې ۱۵۳۵۵ تنه پدغه هېواد کې د پناه غوښتنې اسناد سپارلي دي چې یواځې ۲۲۱ تنه یې د اوسیدو اجازه ترلاسه کړې ده.

که څه هم چې هنګري له صربستان سره په پوله کې د کډوالو د مخنیوي په خاطر تدابیر ټینګ کړي دي خو لدې سره سره قاچاق وړونکي اروپا ته د کډوالو د رسولو په موخه لدې لارې ګټه پورته کوي.