شاته

بغلان والي: د کندز- بغلان لویه لار بیرته پرانیستل شوه

د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، تیره شپه د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ۳۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت چارواکي وايي، چې تیره ورځ په مرکزي بغلان کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ پیل شوې جګړه نن سهار پای ته رسیدلې ده.

د بغلان والي عبدالستار بارز د جمعې ورځې پر سهار خبریالانو ته وویل، چې تیره شپه افغان ځواکونو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړل، چې په نتیجه کې یې د طالبانو برید په شا وتمبول شو او د کندزـ بغلان لویه لار د ترافیکو او مسافرو پرمخ پرانیستل شوه.

عبدالستار بارز وویل، په دې عملیاتو کې د طالبانو د یو قومندان په ګډون د حکومت ۳۹ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم د بغلان والي د وژل شوي طالب قومندان د هویت په اړه څه و نه ویل، خو د دغه ولایت امنیتي سرچینې وايي، چې دغه قومندان ملا نثار نومیده او په بغلان کې یې د جګړۍ رهبري په غاړه درلوده.

دغه راز، سرچینې وايي، د قاري عبدالله، قاري نعیم، قاري اسلام‌الدین او مولوي شهاب په نوم د طالبانو یو شمیر نور مهم غړي هم په دغو عملیاتو کېیا وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

له بلې خوا طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو د بغلان ولایت د چارواکو دغه ادعاوېرد کړي دي.

طالبانو په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې او ویلي دي چې لا هم د کندز- بغلان لویه لار د هغوی د جنګیالیو په کنټرول کې ده.

ننګرهار حصارک پر ولسوالۍ د طالبانو برید

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

یو حکومتي چارواکی چې خپل نوم نه ښیي امریکا غږ ته ویلي چې سلګونو طالبانو د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ او شاوخوا پوستو بریدونه پیل کړي او سخته جګړه نښتې ده.

دغې سرچینې ویلي چې د حکومتي ځواکونو څلور مهمې پوستې طالبانو نیولي او د ولسوالۍ پر لور جګړه روانه ده.

هغه وایي طالبانو او حکومت دواړو ته په جګړه کې تلفات اوښتي خو شمېر یې نه دی معلوم.

د ننګرهار د والي ویاند وايي جګړه اوس ارامه ده او پر طالبانو هوايي بریدونه روان دي چې درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

نوموړی وايي حکومتي خواته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.