شاته

نوراني ګوګل ژباړن ته څومره پښتو جملې داخلې کړي؟

د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې له افغان ولسي شاعر او سندرغاړې نيازولي شهيديار سره مرکه اورئ.

عبدالباري نوراني راته وايي چې ګوګل ژباړن ته يې څومره پښتو جملې داخلې کړي دي.

په ادبي بحث کې شاعر او کره کتونکی ډاکټر احسان الله درمل د تشبیه پر ځینو ډولونو راته غږېږي.

تر دې هر څه لومړی فرهنګي خبرونه لرو چې صفي الله ستانکزی يې رااوروي.

دا پروګرام د لاندې لنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ: