BBC
 شاته

له کنډوالې راوتلي عمران د نړۍ زړه سوی خپل کړ

عمران دقنیش Image copyright
Image caption عمران دقنیش چې پنځه کلن دی پرون له یوه هوايي برید ژوندی د خاورو له لاندې راواېستل شو.

انډېپنډنټ

د بریتانیا چاپ انډېپنډنټ ورځپاڼې خبر ورکړی چې د هغه سوریايي ماشوم کورنۍ د خاورو له لاندې ژوندۍ راوایستل شوه چې د نړۍ ګردچاپېره یې د ډېرو ترحم او زړه سوي د ځان کړ.

عمران دقنیش چې پنځه کلن دی پرون له یوه هوايي برید ژوندی د خاورو له لاندې راواېستل شو. دی چې په وینو لړلی او په خاورو ککړ او ګردجن و، د یوه امبولانس پر نارنجي څوکۍ غلی ناست ؤ. یوه سترګه یې وینو پټه کړې وه او بله یې په خاورو لړلې وه. انډېپنډنټ لیکي عمران د جګړې وحشت او ډار داسې وېرولی ؤ چې آن اوښکې یې نه تویولې.

ډاکټرانو د دغه هلکي درملنه کړې خو په همدغې بمبارۍ کې ویل کېږي اته کسان وژل شوي چې پنځه یې ماشومان دي.

د عمران انځور د سوریې د خونړۍ جګړې په سمبول بدل شوی. خو تر دې وړاندې یو بل سوریایی ماشوم هم په همداسې سمبول بدل شوی ؤ، د ترکیې پر سمندرغاړې د کډوال سوریايي ماشوم د مړي.

نیویارک ټایمز

Image caption ورځپاڼې لیکلي د استالف ولسوالۍ سمسوره دره، نه یوازې دا چې په خپلې ښکلا مشهوره ده چې دغلته له زرګونو کلونو راهیسې د خټینو لوښو صنعت روان دی او د دې درې د اقتصاد لویه برخه د همدې لوښو پر خرڅلاو ولاړه ده

امریکا چاپې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پروان ولایت استالف ولسوالۍ کې د خټو لوښي پلمه ګرځولې او لیکلي یې دي چې جګړه یو ځای هغومره نشي ورانولی لکه کمزوری اقتصاد یې چې کوي.

ورځپاڼې لیکلي د استالف ولسوالۍ سمسوره دره، نه یوازې دا چې په خپلې ښکلا مشهوره ده چې دغلته له زرګونو کلونو راهیسې د خټینو لوښو صنعت روان دی او د دې درې د اقتصاد لویه برخه د همدې لوښو پر خرڅلاو ولاړه ده.

ورځپاڼه لیکي دغه سیمه طالبانو سره د جګړو پر مهال د خلکو له شتونه تشه شوې وه خو کله چې د جګړې لمن له دې سیمې ټوله شوه، خلک یې بېرته ستانه شول او د دغه ځای دود یې ژوندی کړ.

د نیویارک ټایمز په لیکنه اوس چې ډېریو مرستندویه موسسو خپل ټغر له دغو سیمو ټول کړی، د ناامنیو ډار خپور شوی او خلک د استالف د روانو اوبو پر غاړه مېلې نه کوي او لوښي یې نه رانیسي، د سلګونو کلونو صنعت له ګواښ او خلک دلته له ستونزو سره مخ دي.

د ورځپاڼې شننه دا ده چې د جګړې په څېر کمزوری اقتصاد هم یوې سیمې ته ډېر ګوزار ورکولی شي.

هندو

Image copyright Reuters

د هند چاپ هندو ورځپاڼه د دغه هېواد او پاکستان ترمنځ پر وروستیو سیاسي لفظي شخړو لیکنه کړې چې پاکستان پر هندي لومړي وزیر نیوکه کړې چې ولې د خپلواکۍ پر ورځ وینا کې له سرې کرښې تېر شو او د بلوچستان په اړه وغږېد، او بله خوا هند پر پاکستان نیوکه کړې چې د دوې تر اغېز لاندې کشمیر کې پر ترهګرو ډلو فشار نه راوړي چې له ورانکارو کړنو لاس واخلي.

هندو ورځپاڼه د هند د بهرنیو چارو د وزارت له قوله لیکي د کشمیر پر مسلې د پاکستان له خوا د خبرو اترو وړاندیز هغه مهال پرمختګ کولی شي چې پاکستان د دوی په وینا کشمیر ته د ترهګرۍ صادرات بند کړي او ژر تر ژره له «مقبوضه» کشمیره ووځي.

ورځپاڼه لیکي د هند د بهرنیو چارو وزیر خپل پاکستاني سیال ته په یوه لیک کې پورتنۍ مسلې لیکلي چې په ځواب کې یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ډېر کلک غبرګون ښکاره کړی او ویلي یې دي چې د بلوچستان پر مسلې هند د ملګرو ملتونو له منشوره سرغړونه کړې.

ډان

د پاکستان ډان ورځپاڼه بیا خبر ورکوي چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ویلي د رښتیا د مالومولو لپاره کولی شي د هند او پاکستان تر ولکې لاندې جمو او کشمیر ته یو پلاوی واستوي.

Image copyright AFP

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د دغه نظر هرکلی کړی.

ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې لیکي چې جمو او کشمیر ازاده سیمه ده او هر څوک هلته تګ او راتګ کولی شي.

ورځپاڼه خوشبیني ښيي چې د داسې یوه پلاوي استول به د سیمې اصلي انځور نورو ته هم وښيي.