BBC
 شاته

د کډوالو ستنېدو پېښور کې د ملکیتونو کاروبار اغېزمن کړی

اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې روان کال کې نژدې ۳۰ زره افغان کډوالو خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
Image caption اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې روان کال کې نژدې ۳۰ زره افغان کډوالو خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر وروسته تر هغه چټک شوی، چې پاکستاني حکومت د افغان کډوالو په اړه خپله تګلاره نوې کړه چې ورسره پېښور ښار کې د شتمنیو سوداګري اغېزمنه شوې ده.

د حکومت په دې نوې تګلارې سره پاکستان کې د مېشتو افغان سوداګرو کاروبار ټکنی شوی، چې ترڅنګ یې د پاکستاني سوداګرو پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.

له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو د بهیر په چټکېدا سره، د هغو سوداګرو په کاروبار کې کمی راغلی، چې د ملکیتونو پېر او پلور کې یې پانګونه کړې ده.

په مرکزي ښار پېښور کې د ملکیتونو یوه سوداګر علي اکبر افریدي بي بي سي ته وویل، د حکومت له خوا د مالیې ډېرېدو دوی ته ستونزې راټوکولې چې پر کاروبار یې منفي اغېز کړی:

"افغان کډوالو چې کله ناڅاپه په دومره لوی شمېر کې خپل هېودا ته ستنېدل پيل کړل، نو پایله یې دا شوه چې د ملکيتونو په کاروبار یې منفي اغېز وکړ؛ ځکه چې افغان کډوالو خپل کورونه هم لرل او په کرايي کورونو کې هم اوسېدل، اوس چې کډوال ناڅاپه په وتلو شول، نو د ملکيتونو کاروبار ورسره له ۲۰ نه تر ۲۵ سلنې متاثره شوی. له یوې خوا کډوالو په وتلو دي، بل خوا حکومت پر ملکیتونو مالیه لوړه کړې ده، دغه دواړې ستونزې يوځای شوې او د ملکيتونو د سوداګرو تاوان یې هم يو په دوه زيات کړی".

Image caption وړاندې پېښور کې چې د يوه کور کرايه ۴۰ يا ۴۵ زره روپۍ وه اوس هغه کور په ۳۰ يا ۳۵ زره روپۍ په کرايه کېږي

د ملکيتونو يوه بل سوداګر اسلم داوړ بي بي سي ته وويل افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدو سره د کورونو کرايې هم ټيټې شوې چې ورسره د ملکيتونو کاروبار متاثره شوې.

نوموړی زياتوي، وړاندې چې د يو کور کرايه څلويښت يا پنځه څلويښت زره روپۍ وه اوس هغه کور په دېرش يا پنځه ديرش زره روپۍ په کرايه کيږي او کېدای شي چې له لوی اختر نه وروسته د کورونو کرايې نورې هم راولوېږي. هغه وايي د کاروبار سیمه کې یې مخکې یو کور په دېرش زره کرایه کېده، خو اوس هغه کور په لس زره کرایه کېږي".

خو د پېښور ښار ځينو اسېدونکو بيا د کورونو په تشېډو او د کرايې په کمېدو خپله خوښي ښودلې ده.

Image caption په مرکزي ښار پېښور کې د ملکیتونو یوه سوداګر علي اکبر افریدي بي بي سي ته وویل، د حکومت له خوا د مالیې ډېرېدو دوی ته ستونزې راټوکولې چې پر کاروبار یې منفي اغېز کړی
Image caption د ملکيتونو يوه سوداګر اسلم داوړ بي بي سي ته وويل افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدو سره د کورونو کرايې هم ټيټې شوې چې ورسره د ملکيتونو کاروبار متاثره شوې.

د حيات اباد يوه اوسېدونکي عمر فاروق بي بي سي ته وويل، وړاندې د کورونو کرايې دومره لوړې وې چې دوی د دغو کرايو ورکولو توان نه لاره:

"دا خبره سمه ده چې کرايې کمې شوې او کورونه خالي شوي. وړاندې د دغو کورونو کرايې دومره جګې وې چې موږ دغه کرايې نه شوای ورکولای، خو چې اوس افغان کډوال روان دې کرايې کمې شوې د کورونو کرايې کمېده يو ښه کار دی. موږ په دې ډېر خوښ يو ځکه چې موږ اوس په اسانه دغه کرايې ورکولی شو".

پاکستان کې دا وخت تر درو ميليونو ډېر افغان کډوال اوسېږي، چې نيمايي یې ناثبت دي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په اړه خپله پاليسي سخته کړې او په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې روان کال کې نژدې ۳۰ زره افغان کډوالو خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

Image caption د حيات اباد يوه اوسېدونکي عمر فاروق بي بي سي ته وويل، وړاندې د کورونو کرايې دومره لوړې وې چې دوی د دغو کرايو ورکولو توان نه لاره