BBC
 شاته

روسیه: حلب کې ۴۸ ساعته اوربند منلو ته چمتو یو

Image copyright
Image caption د سوریې د یوه ماشوم عمران انځور نړیوالو ته د حلب د وګړو کړاو په ډاګه کړ

ملګرو ملتونو ویلي، مسکو منلې ده چې د سوریې حلب ښار کې د ۴۸ ساعته اوربند منلو ته چمتو ده، چې په لړ کې یې کلابندو سیمو ته بشري مرستې ورسولې شي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي میستورا ویلي، هڅه یې دا ده چې دغه اوربند ډېر ژر عملي شي.

مسکو ویلي، راتلونکې اونۍ به د "بشري اوربند" عملي کېدل پیل شي.

د مسکو اعلان وروسته تر هغه راغلی، د حلب ختیځو سیمو کې د سختو بمباریو له یوې کنډوالې نه یو کوچنی ماشوم ژوندی وایستل شو. دا هغه سیمه ده چې د سوریې د حکومت مخالفان پرې واکمن دي.

د یاد ماشوم انځور په رسنیو کې د سر خبر شو، چې په سوریه کې د سلګونو زرو ولسي وګړو د کړاو یوه بېلګه ګڼل کېدای شي.

دي میستورا د روسیې د دفاع وزارت د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې وايي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو کاروان به د "ولسي وګړو د کړاو" کمولو کې مرسته وکړي.

که څه هم دي میستورا په اونۍ کې د ۴۸ ساعتونو اوربند وړاندیز کړی چې په اوږدو کې د حلب ښار هغو ختیځو سیمو ته بشري مرستې ورسېږي، چې د حکومت مخالف وسله وال پرې واکمن دي، خو پر ختیځه برخه یې حکومتي ځواکونه واکمني کوي.

Image caption د عمران یو جوړ شوی انځور، چې د عربي ټولنې ناسته ک ېد سوریې پر تشې څوکۍ کښېنول شوی دی

د دي میستورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "زموږ پلان دا دی چې په ګډه د اوربند لپاره کار وکړو او ډېر ژر اوربند عملي شي".

دي میستورا له مسکو غوښتي چې د سوریې حکومت هم د اوربند عملي کولو ته وهڅوي خو امریکا او نور ځواکمن قوتونه باید د سوریې د مخالفو وسله وال له خوا د اوربند ضمانت ترلاسه کړي.

Image copyright Reuters
Image caption بمباریو د حلب ډېری برخه ویجاړه کړې ده

رویټرز خبري اژانس د یوه لوېدیځ چارواکي له خولې ویلي: "باید یو ریښتیني اوربند عملي شي او له روسیې دا ضمانت واخیستل شي چې د نوي برید لپاره خپل ځواکونه سره منظم نه کړي".

د سوریې دویم لوی او لوی سوداګریز ښار له تېرو پنځو کلونو راهیسې په سوریه کې د روانې جګړې ستر ډګر ګرځېدلی دی.

د جګړې په دواړو غاړو کې د هوايي بریدونو او د زېربناوو د ویجاړېدو له کبله نژدې دوه میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

Image copyright Getty
Image copyright Reuters
Image copyright AFP