بېلابېلو ښارونو کې د خپلواکۍ لمانځلو مراسم
د افغانستان د خپلواکۍ ۹۷مه کلیزه نن پر پلازمېنې کابل سربېره د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو کې ولمانځل شوه.
کابل کې د ملي دفاع وزارت دننه "د ازادۍ څلي" مراسم کې د افغان ملي یوالي حکومت مشران وو خو په ولسمشرۍ ماڼۍ لمانځغونډه کې بیا اجراییه مشر عبدالله عبدالله او د هغه مرستیالان نه وو.
ولسمشر اشرف غني بيا خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانستان به خپل بهرنۍ تګلاره هېچا ته ونه سپاري.
نور حال د نعمت الله کرياب په رپوټ کې