BBC
 شاته

د برازیل پولیسو د امريکا دوه لوبغاړي نیولي

Image copyright AP
Image caption د امریکا منډه وهونکي د برازيل په ريو کې لوټل شوي وو

د امريکا اولمپیک کمېټې منلې چې برازيلي چارواکو دوه امريکايي لامبووهونکي ګونر بنټز او جيک کونګر د برازيل په ريو ډي جنيرو هوايي ډګر کې نيولي دي.

څو ورځې وړاندې د اولمپیک لامبو وهلو په سياليو کې د سرو زرو مډال ګټوونکي امریکايي لوبغاړي راين لوګټي، جيمي فېجن او د لامبو لوبډلې دوو نورو غړو جيک کونګر او ګتونر بنټز ادعا کړې وه چې د ریو په ښار کې پر لاره غلو چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې او په وسلو سمبال وو لوټلي دي.

برازیلي پولیسو د دغو لوبغاړو ضدونقيض معلومات په اړه شک ښودلی او وايي د دوی خبرې د امنیتي کامرو له ويډيو سره سمون نه خوري.

خو برازیلي پولیسو ګونر بنټز او جيک کونګر د پوښتنو ګروږنو لپاره امريکا ته له تلونکې الوتکې راښکته کړي دي.

ويل کېږي د هغې ادعا په اړه چې ويلي وو پر لاره لوټل شوي پوښتنې ترې کېږي.

وړاندې د دې پېښې په تړاو په ریو کې يوه قاضي پر دوو نورو امریکايي لوبغاړو راين لوکټي او جېمز فيجن له هېواده پر وتلو بنديز لګولی و.

د راين لوکټي وکيل جيفري اوسټرو بي بي سي ته ويلي، چې راين لوګټي د قاضي له حکمه دوه ورځې وړاندې امریکا ته تللی دی.

Image copyright afp

راين لوکټي د نړۍ يو له مشهور او برياليو لامبو وهونکو دی، نوموړي اولمپيک سياليو کې ۱۲ مډالونه هم ګټلي دي.

نوموړي د ريو اولمپيک ۴x۱۰۰ متره واټن سياليو کې د سرو زرو مډال ګټلی و. د ده ملګري فېجن هم د ۴X۱‍۰۰ سياليو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

لوکټي وايي، برازيلي چارواکو ورته د پلټنې يا نورو معلوماتو په موخه په برازيل کې د پاتې کېدو په اړه څه نه وو ويلي.

له پېښې وروسته راين لوکټي يوه امريکايي ټلويزيون ته په دې اړه خبرې کړې وې، خو د اولمپیک د نړيوالې کمېټې وياند مارک ايډمز ويلي وو چې په دغه پېښه کې هېڅ حقيقت نشته خو وروسته بيا د اولمپيک کمېټې د دغې پېښې پخلی وکړ.

Image copyright AP
Image caption جېمز فېجن

خو د دغه پښې يو پلټونکی پوليس وايي، پولیسو د لوټلو د پېښې په اړه هېڅ معلومات نه دي موندلی- پوليس وايي د غلو د شمېر په اړه هم دوی بېلابېل معلومات وړاندې کړي دي.

راين لوکټي او فيجين پوليسو ته ويلي چې دوی او نور لامبو وهونونکي ځايي مهال څلور بجې لوټل شوي وو خو د سي سي ټي وي ويډيو ښيي چې دوی ځايي مهال اووه بجې بېرته راغلي دي.

پوليس وايي دوی هغه موټر چلوونکی نه دی موندلی چې لامبو وهونکي يې بېرته خپل ځای ته رسولي وو.