د اولمپيک سياليو ۱۲ مه ورځ
-
GETTY IMAGES
د فوټبال سياليو په نيمه پایلوبه کې برازيل هنډورس ته شپږ صفر ماته ورکړه او پایلوبې ته يې ځان ورساوه چې هلته به بيا له جرمني سره سيالي کوي. د برازيل له خوا نيمار په ۱۴ ثانيو کې ګول وکړ.
-
GETTY IMAGES
د ښځينه وو د ۱۰۰ متره ځغاستې سياليو کې (له ښې کيڼ اړخ ته) د امریکا د ژېړو مډال ګټوونکې کرېسټي کسټلېن، د سرو زرو مډال ګټونکې بريانا رولېنز او د سپينو زرو مډال ګټونکې نيا علي
-
GETTY IMAGES
د بريتانيا جزمېن سوير د اوږده ټوپ وهلو پر مهال
-
GETTY IMAGES
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو په ۱۲مه ورځ بريتانيا ټول د ۵۰ مډالونو په ګټلو سره جدول کې دویمه وه.
-
GETTY IMAGES
د ښځينه وو هاکي سياليو کې د بريتانيا لوبډلې نيوزيلنډ ته په نيمه پايلوبه کې درې صفر ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې پايلوبې ته لار وموندله.
-
GETTY IMAGES
د اولمپيک سياليو د ۲۰۰ متره سيالۍ په پايلوبه کې يوسين بولټ ټاکل شوی واټن په ۱۹،۷۸ ثانيو کې بشړ کړ او پايلوبې ته يې لار ومونده
-
GETTY IMAGES
د پولو لوبې سيالۍ
-
GETTY IMAGES
د ماليزيا ټاين چېن چو د چينايي ټاپي سره د بډمېنټن انفرادي سياليو پر مهال
-
GETTU IMAGES
د ښځينه وو د ۱۰۰ متره واټن ځغاسته
-
Getty
د نړۍ تر ټولو چټک انسان يوسېن بولټ به د ۲۰۰ متره واټن ځغاستې پايلوبه کې برخه اخلي