ننګرهار کې د افغانستان خپلواکۍ ۹۷مې کلیزې نمانځل
-
BBC
ننګرهار کې د خپلواکۍ کلیزې نمانځلو مراسمو کې ښځو هم ونډه اخستې وه
-
BBC
افغان ځوانانو له خپل هېواد سره د مینې څرګندولو په موخه پر خپلو مخونو د افغانستان درې رنګه بیرغ کاږلی و
-
BBC
سندرغاړو په خپلو ملي سندرو د مینه والو د خپلواکۍ جذبه لا ډېره کړه
-
BBC
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي او ددې ولایت نورو چارواکو په ګډه په ننګرهار کې د غازي امان الله خان پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته یې دعاوې وکړې
-
BBC
ننګرهار کې د تېرو کلونو په پرتله د خپلواکۍ کلیزې لپاره ځانګړې دولتي مراسم جوړ شوي و
-
BBC
سندرغاړو هم د نورو خلکو په څېر د امان الله خان انځورونه باندې ځان پسوللی و
-
BBC
عامو خلکو میله ځایونو کې دا ورځ په ملي اتڼونو او نڅاوو ونمانځله.
-
BBC
سندرغاړو ته خورا ډېر خلک راټول و
-
BBC
د افغانستان درې رنګه بیرغونو، ملي سندرو او نورو مستیو دخوشحالۍ کیسه کوله
-
BBC
ځینو ځوانانو د خپلواکۍ کلیزې په مناسبت ورزشي نمایشونه هم ترسره کړل
-
BBC
ځینې ورزشي نمایشونه تر یوه بریده خطرناک ښکارېدل خو ځوانانو یې پروا نه کوله
-
BBC
د جلال اباد ښار ډېرې سیمې په څراغونو روښانه شوې وې
-
BBC
ننګرهاریانو شپې مهال اورلوبه وکړه
-
BBC
اورلوبې د شپې مهال د ننګرهار فضا زړه راښکونکې کړې وه
-
BBC
-
BBC
ټولو افغانانو تر خپلې وسې د خپلواکۍ کلیزې په نمانځلو کې برخه واخسته