BBC
 شاته

روسیې لخوا د نوژې اډې کارول؛ امریکا د م.م پرېکړه لیک نقض ارزوي

Image copyright Ilna
Image caption د روسیې دفاع وزارت ویلي ددوی الوتکو همدان کې له هوايي اډې تر پورته کېدو وروسته د سوریې په دیرالزور ولایت کې د اسلامي دولت ډلې هدفونه په نښه کړل

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبي په ورځ وویل، د دغه وزارت حقوقي برخه د دې مسلې په ارزولو بوخته ده، چې د روسیې لخوا سوریه کي د عملیاتو لپاره د ایران له یوې هوايي اډې کار اخستل د ملګرو ملتو د امنیت شورا پرېکړه لیک نقض کوِي که نه.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر وویل، د ایران په لوېدیځ کې د همدان له یوه هوايي ډګر د روسیې دا کار اخیستل "د روسیې د دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د کورنۍ جګړې د دښمنیو په پایته رسولو کې مرسته نه کوي."

د هغه په خبره، د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د روسیې له خوا د ملګرو ملتو د پرېکړه لیک د احتمالي نقض په اړه یوې پایلې ته نه دی رسېدلی.

هغه وړاندې ویلي و، د ملګرو ملتو پرېکړه لیک ایران ته د پوځي الوتکو لېږل، پر دغه هیواد الوتکې پلورل یا ورکول منع کړي، خو دا کار هغه وخت کېدای شي چې د ملګرو ملتو امنیت شورا یې تصویب کړي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ دا ډول امکان رد کړ.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، سرګي لاوروف وویل: "له ایران سره د کوم ډول جنګي الوتکې د لېږدولو، پلورلو یا ور کولو معامله نه ده شوې." هغه ټینګار وکړ چې په ایران کې د روسیې د هوايي ځواکونو شتون یواځې د دغه هیواد له اسانتیاوو کار اخیستل دي.

په ورته وخت کې روسیې دا رپوټ هم ور کړ چې د همدان له نوژه هوايي اډې یې په سوریه کې د عملیاتو لپاره د دویمې او پرلپسې ورځې لپاره کار اخستی.

د روسیې دفاع وزارت په یوه بیانه کې وویل، چې سوخو – ۳۴ جېټ الوتکو له همدان هوايي اډې تر پورته کېدو وروسته د سوریې په دیرالزور ولایت کې د اسلامي دولت ډلې هدفونه په نښه کړل.

امریکا وايي، روسیه د خپلو ادعاوو خلاف تر ډېره د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت منځلاري مخالفان په نښه کوي.

د روسیې د دفاع وزارت په بیانه کې راغلي چې په دې بریدونو کې یې په قوي بمونو سره "د دیرالزور ښار په یوه څنډه کې د ترهګرو دوه مرکزونه او لوی روزنیز کمپونه له منځه یوړل شول، چې له امله یې د بهرنیو مزدورانو په ګډون ۱۵۰ وسله وال وژل شوي دي."

تېره سې شنبه په بغداد کې د امریکا د هوايي ځواکونو ویاند ډګروال کریسګاورو ویلي و، چې روسیې په سوریه کې د عملیاتو لپاره په همدان کې د د ایران د هوايي ځواکونو له اډې تر کار اخیستلو لږ مخکې امریکا په خپله پرېکړه خبره کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې دا بدلون" د خواشینۍ وړ دی، خو ناڅاپي نه و."

ډګروال ګارور وویل، روسیې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف ته خبر ور کړی و، چې ښایي په عراق او سوریه کې ایتلافي ځواکونو ته نژدې د دغه هیواد الوتکې الوت وکړي.د هغه په خبره، ایتلاف ډاډ ور کړی چې د الوت پرمهال به د روسیې د بم غورځوونکو امنیت خوندي وي.

د ایران رسمي دولتي او نظامي چارواکي له دې هوايی اډې د روسیې د کار اخیستو په تړاو چوپ دي.

خو په پارلمان کې د بهرني سیاست او ملي امنیت د کمیسیون مشر علاو الدین بروجردي تېره چهارشنبه وویل، چې د ملي امنیت سترې شورا په تصویب سره د روسیې الوتکې له نوژه هواي اډې کار اخلي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا مصوبې د دغه هیواد د مذهبي مشر په تایید سره اجرا کیږي.

د ښاغلي بروجردي په خبره "همدان هوايي اډه نه د روسیې هوايي اډه شوې او نه هم په نوژه هوايي اډه کې د روسیې جنګي الوتکې ځای په ځای شوې دي، یواځې روسي جنګي الوتکو ته اجازه ور کول کیږي چې د سون توکو د ترلاسه کولو لپاره له دې اډې کار واخلي."