BBC
 شاته

نیویارک ټایمز: حکومت پلوي پلار او طالب زوی سره روغه وکړه

نيويارک ټايمز:

Image copyright

نيويارک ټايمز د يوۀ افغان پلار او زوى د پخلاينې ډېره نادره کيسه را اخيستې. پلار او زوى دواړه په شمالي ولايت فارياب کې د لمانځنو په ترڅ کې سره غاړې وتل. کيسه د حکومتي مليشو د يوۀ قومندان عبدالبصير او د هغه د زوى سعيد محمد ده چې د طالبانو په ليکه کې و.

د ورځپاڼې په وينا عبدالبصير يو ځل آن په تياره کې پر خپل زوى ډزې هم کړې وې او له دې امله خپه و، چې ولې يې زوى د دۀ له لوري شويو ډزو کې و نه لگېد.

دوى څو ځله د يوۀ بل د وژنې هڅه کړې وه، خو عبدالبصير وايي اوس چې زوى يې بېرته راغلى ده په غېږ کې ټينگ کړ.

ورځپاڼه وايي؛ خو دا لمانځنې لا بشپړې نه وې چې د عبدالبصير پر پوستې ډزې پيل شوې ښايي د غچ اخيستنې بريد و ځکه د عبدالبصير زوى له خپلو څو تنو ملگرو سره اوښتى و او وسلې يې هم راوړې وې.

ورځپانه وايي؛ دا د افغانانو په کيسه کې چې څنگه د پرله پسې جگړې سون توکي گرځېدلي يو فوق العاده بدلون دى خو وروستى به نه وي.

واشنگټن پوسټ:

Image copyright AFP

واشنگټن پوسټ بيا خپلې نننۍ گڼې کې د يوې افغانې خوستۍ کورنۍ خوشاليو ته کتنه کړې چې زوى يې ۱۴ کاله پس له گوانټانامو پرېښوول شوى.

د ورځپاڼې په وينا عبيدالله د هغو ١٥ بنديانو په ډله کې دى چې دوه ورځې وړاندې له گوانټانامو عربي اماراتو ته واستول شول.

د عبيدالله کورنۍ اسوشېټد پرېس خبرې آژانس ته ويلي؛ ډېره تلوسه یې ده چې له هغه سره اړيکې ټينگې کړي.

ورځپانې د عبيد الله د ورور له خولې ليکلي چې هيله من دى د کتلو لپاره يې عربي اماراتو ته ورشي.

کله چې امريکايي ځواکونو عبيدالله ونيوه نو زوى يې د دوه ورځو و چې اوس څوارلس کلن دى.

ډان:

Image copyright BBC World Service

ډان ورځپاڼه په خپل خپاره کړي يوۀ رپوټ کې ویلي، د اسامه بن لادن زوى د سعودي پر خلکو غږ کړى چې د سعودي سلطنت يا پاچا هي وپرځوي او د دۀ په وينا ځان د امريکا له اغېزه خلاص کړي.

ورځپاڼه ليکي؛ حمزه بن لادن دا څرگندونې په يوۀ خپاره کړي غږيز پيغام کې کړي او له سعودي ځوانانو يې غوښتي چې د القاعدې يمن مېشتې "عربي ټاپو وزمې" څانگې سره يوځاى شي تر څو د جگړې اړينه تجربه ترلاسه کړي.

ډان د امريکا د استخباراتي چارواکو په وينا ليکلي چې ٢٣ کلن حمزه د اسامه په بچيانو کې تر ټولو خپل پلار ته ډېر نژدې و.