ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا کې له سپنې ماڼۍ سره نږدې د پولیسو او مظاهره چیانو اخوډب

د امریکا متحده ایالتونو د پولیسو په نظارتخونه کې د افریقايي توکمه امریکايي جورج فلویډ په مرګ پسې د پیل شویو مظاهرو په شپږمه ورځ تاوتریخوالی لا ډېر شوی دی. که څه هم نږدې څلوېښتو ښارونو کې ګرځبندیز لګېدلی، خو ډېرو خلکو پام نه دی ورته کړی او له همدې کبله ترینګلتیا ‌‌‌‌‌‌ډېره شوې.

01.06.2020 BBC

د جاسوسۍ تور؛ هند له پاکستاني ډيپلوماټانو د وتلو غوښتنه وکړه

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، نوي ډېلي کې یې د پاکستان دوه ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور د لنډ وخت لپاره نیولي دي او بیا یې ترې غوښتي چې ۲۴ ګړیو کې له دغه هېواد ووځي.

01.06.2020 BBC

شننه: چین په افغانستان کې تر پخوا ډېر فعال رول لوبولو ته ملا تړلې ده

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د چین رول په درېیو پړاوونو وېشلی شو. په دې درېیو پړاوونو کې دا وروستی پړاو یې د دواړو هېوادونو لپاره مهم دی، ځکه چین هڅې پیل کړې دي چې په افغانستان کې د پخوا پرتله لا فعال رول ولوبوي

31.05.2020 BBC

عامې روغتیا وزارت: د حکیم الکوزي درمل مه کاروئ؛ تائید شوي نه دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه دودیز درمل چې د حکیم الکوزي په نامه د کندهار د یوه اوسېدونکي لخوا جوړ شوي او د کورونا وېروس درملنې په نامه خلکو ته ورکول کېږي، د تائید وړ نه دي او خلک یې باید ونه کاروي.

31.05.2020 BBC

کورونا وېروس: پاکستان کې ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پېښو نوی رېکارډ؛ ۳ زره تازه پېښې ثبت شوې

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوويډ-۱۹ ناروغانو تر بل هر وخت زیات شمېر، یعنی ۳ زره کسان ثبت شوي دي. له دې سره پاکستان کې د ټولو ناروغانو شمېر اویا زرو ته نږدې شوی دی.

31.05.2020 BBC

'شپه او ورځ د نجونو ښوونځي پر جوړولو بوخت یم'

د افغانستان سوېل ختیځ خوست کې یوه نالوستي سړي په خپله سیمه کې د نجونو د ښوونځي لپاره دوه جریبه کرنیزه ځمکه وړیا ورکړې ده. وکیل شاه خان وايي د خپلې سیمې د نجونو د ښه راتلونکې لپاره یې خپله ځمکه د ښوونځي د جوړیدو په موخه وربخښلې ده.

31.05.2020 BBC

ولسمشر غني ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست ونومولو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا نوی وزیر نومولی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وایي، ښاغلی عثماني به د سرپرست وزیر په توګه دنده پیلوي او وروسته به ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ور پېژندل کېږي.

31.05.2020 BBC

د ټرمپ په حضور کې نړیوال تشیال ته دوه ستورمزلي واستول شول

د لومړي ځل لپاره د ناسا دوه ستورمزلي په یوه خصوصي هوايي بیړۍ کې د ځمکې مدار ته استول شوي، چې دغو مراسمو ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر مایک پنس هم ورغلي وو.

31.05.2020 BBC

لویو امریکايي ښارونو کې لاریونونه او ګرځبندیز

د امریکا په ځینو لویو ښارونو کې د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ د اخ و ډب کابولو کولو د هڅې په توګه ګرځبندیز لګول شوی. دا لاریونونه په مینیپولیس ښار کې د یوه افریقا الاصله وګړي تر وژل کېدا وروسته پیل شول.

31.05.2020 BBC

د تمباکو نړیواله ورځ؛ د کورونا وبا کې د ځوانانو ژوند ګواښي

ایا پوهیږئ چې په نړۍ کې هر کال ملیونونه خلک د تمباکو څښلو او کارولو له کبله خپل ژوند بایلي؟ د روغتیا نړیوالې ټولنې له تمباکو سره د مبارزې په نړیواله ورځ چې نن ده ویلي د کورونا نړیوالې وبا په وخت کې د تمباکو د استعمال زیانونه لا ډېر شوي چې تر ډېره د ځوان نسل ژوند ګواښي.

31.05.2020 BBC

کورونا وېروس: افغانستان کې د بلې هرې ورځې پرتله ډېرې پېښې ثبت شوې

په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸۶۶ ته ورسېد. دا د کورونا وېروس د خپرېدو له پیله په ۲۴ ساعتونو کې د ثبت شویو ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ده.

30.05.2020 BBC

افغان حکومت او طالبانو د یوه بل نژدې اته سوه بندیان خوشي کړي

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په خبره دا لړۍ به نن شپه او سبا ورځ هم روانه وي، چې په وینا یې د ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان سره سم د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو خوشي کولو هدف بشپړ شي. له دې مخکې وسله والو طالبانو ویلي نن يې هم په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د افغانستان د حکومت ۷۳ بندیان خوشي کړي.

30.05.2020 BBC

مایکروسافټ 'د خبریالانو پر ځای روباټونه ګوماري'

رپوټونو کې ویل شوي، مایکروسوفټ د خپلې ایم ایس این وېبپاڼې لپاره د لسګونو ژورنالیستانو پر ځای روباټیک سیسټم پر کار ګوماري.

30.05.2020 BBC

کابل چاودنه: د خصوصي ټلویزیون خورشید دوه کارکوونکي وژل شوي، څلور ټپیان دي

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د یوه خصوصي ټلویزیون خورشید د کارکوونکو پر لېږدونکي ګاډي د سړک غاړې ماین چاونه شوې. د خورشید ټلویزیون مشر رفیع صدیقي بي بي سي ته وویل، په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه کسان نور ټپیان دي.

30.05.2020 BBC

د امریکا ښارونو کې تاوتریخجن احتجاجونه

د امریکا متحدو ایالتونو په بېلا بېلو ښارونو کې د احتجاجیانو او پولیسو تر منځ اخ و ډب شوی. احتجاجیان د پولیسو له لاسه د یوې غیر مسلح اافریقايي الاصله امریکايي سړي وژنې پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي دي.

30.05.2020 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more