ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


فلستین؛ "د اسرائیلو سرسخته دښمنانو" لومړۍ هدیره

اسرائیلي لرغونپوهان وايي، عسقلان کې د (فلستين) خلکو د لومړۍ هدیرې موندل به تر ډېره د هغو فلستیني د اصلیت په اړه پوښتنې ځواب کړي، چې په توران کې د بني اسرائیلو "تر ټولو سرسخته دښمنان" ګڼل شوي.

11.07.2016 BBC

خلیلزاد:‌ افغانان باید پاکستان محاکمه کړي

له بي بي‌ سي سره په خبرو کې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وایي افغانان چې خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، باید پاکستان مسول وګڼي، نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کړي.

11.07.2016 BBC

امريکا کې د تور پوستو پر ضد تاوتريخوالی

امريکا کې د پوليسو د چلن پر وړاندې د لارو کوڅو احتجاجونه روان دي. دوو لاريونونو کې چې د لوويزيانا بټن روژ او د مېنېسوټا سېنټ پاول کېدل، د پوليسو او لاريونيانو ترمنځ نښتې شوې دي.

10.07.2016 BBC

خوست کي د ساتيرۍ ځايونه

افغانستان کې د سيل او ساتېرۍ ځايونه کم دي، او په ځينو ښارونو کې چې وي هم د امنيتې اندېښنو او د پېښو له وېرې یې خلک ورتلو ته زړه نه ښه کوي. خو د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې بيا د ساتېرۍ او د خلکو ټولېدو یوه داسې سیمه شته، چې خلک له لرې لرې سیمو ورځي.

10.07.2016 BBC

کابل کې پر ښځو د تېزابو بريد

افغان پلازمېنه کابل کې د دريو مېرمنو درملنه روانه ده، چې څو کسانو پرې پر لار تېزاب شيندلي دي. پېښه د ښار يوه داسې سيمه کې شوې چې تر ټولو خوندي ګڼل کېږي. دا ډول پېښې چې پاکستان، هند او بنګله دېش کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي وسیله ده

10.07.2016 BBC

ښځینه ټوکر د افغانستان د نارینه سیاستوالو په نوم

اشرف غني، عبدالله، کرزی، برج خلیفه، ایفون، ګلکسي او داسې نور د افغانستان په بازاراونو کې اوس پر ښځینه ټوکرانو اېښودل شوي نومونه دي چې په پلازمېنه کابل کې خرڅېږي. د ټوکرانو نومونه ددغو کالیو د بیې په ټاکلو کې هم رول لري.

10.07.2016 BBC

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.

09.07.2016 BBC

خوست کې ځایي خلکو په خپل لګښت پلونه جوړ کړي

د افغانستان خوست ولايت په ځینو سیمو کې خلکو پر لویو لارو په خپل لګښت پلونه جوړ کړي او هغه موټر چلونکي چې پرې تېرېږي مالیه ورکوي. د پله پالونکي وايي هم یې د خلکو کړاو کم کړی او هم یې ځان ته د ګټې وټې ښه لاره جوړه کړې ده.

09.07.2016 BBC

د عبدالستار ايدهي ژوند په انځورونو کې

ايدهي په ۱۹۲۸ کال کې د هند د ګجرات په جوناګړ کې زېږېدلی و. نوموړي له خپلې مېرمنې بلقیس ایدهي سره په شریکه په کراچۍ کې له یوه امبولانس او یوه کوچني کلینک سره خیریه چارې پیل کړې وې، خو اوس د پاکستان په بېلابېلو برخو کې خيريه ټولنې او امبولانسونه لري.

09.07.2016 BBC

سکاټلند او افغانستان: په دویم توپ‌ لومړنۍ وېکټه

دولت ځدراڼ له سکاټلند سره په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې لومړنی کس د لوبې په دویم توپ‌ وسوځاوه. په دغه لوبه کې سکاټلنډ افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه خو افغان توپ اچوونکو هغه ضعف چې منډه جوړونکو وښود یو ځل بیا پوره کړ.

09.07.2016 BBC

د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشتري مدار ته ننوته

د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشد جونو په نامه د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) یوه پلټونکې فضايي مصنوعي سپوږمکۍ چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په لمریز نظام کې سفر کوي، په بریاليتوب د مشترې سیارې مدار ته ننوته.تري مدار ته ننوته

09.07.2016 BBC

ملاله:‌ ایدهي ته درناوي لپاره باید یو ښه کار وکړو

پښتنې ملالې یوسفزۍ له بي‌ بي سي‌ سره په خبرو د پاکستان نامتو خیریه کارکونکي عبدالستار ایدهي له مړینې وروسته وویل د ښاغلي ایدهي‌ ژوند نه موږ باید زده وکړو او نوموړي ته د درناوي لپاره باید یو ښه کار وکړو.

09.07.2016 BBC

د انګورو یو وږی په ۱۱ زره ډالرو

په جاپان کې د انګورو یو وږی په ۱۱ زرو ډالرو پلورل شوی. د انګورو ددغه وږي د هرې دانې بیه چې د ټینس د توپ په اندازه ده، په ۳۶۰ ډالره ده. د روبي رومان دا انګور یوه سوپر مارکېټ رانیولي دي.

08.07.2016 BBC

د عکسونو البوم:‌ سکاټلنډ په دویمه لوبه کې افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه

سکاټلنډ د چارشنبې په ورځ افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه خو بیا یې هم د افغان لوبډلې تجربې او استعداد ته هڅې بې پایلې پاتې شوې. افغانستان سکاټلنډ‌ ته په ۷۸ منډو ماتې ورکړه.

07.07.2016 BBC

اصغر ستانکزی:‌ د لومړنیو لوبو ګټل مهم دي

بي بي سي‌ پښتو انلاین سره په مرکه د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلمشر اصغر ستانکزي له سکاټلنډ سره په سیالۍ کې د لوبغاړو له لوبې خوښي‌ څرګنده کړه، و یې ویل د لومړی لوبې ګټل مهم ځکه په لوبغاړو ښه اغیز لري.

07.07.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more