داعش ډلې ومنله چې عمر الشیشاني وژل شوی
څو میاشتې وروسته له هغه چې امریکایي چارواکو وویل، د اسلامي دولت (داعش) ډلې یو مهم مشر عمر الشیشاني یې په نښه کړی، داعش د هغه د مرګ پخلی کړی. داعش ویلي، نوموړي داعش ډله کې څو پوسټونه لرل چې یو یې د جګړې وزیر و.
قات نومي نشه یي توکي د بریتانیا پر سړکونو پلورل کېږي
بي بي سي داسي شواهد موندلې چې لا تر اوسه هم قات بریتانیا کې د سړکونو په سر خرڅیږي، چې دوه کاله وړاندې یې د بریتانیا حکومت په کارونې بندیز لګولی و.
بریتانیا: ډېوېډ کامیرون استعفا وکړه، تېرېزا می نوې لومړۍ وزیره شوه
د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون له شپږ کلن کار وروسته خپله دنده پرېښوده او د محافظه کار ګوند نوې مشرې تېرېزا می د بریتانیا نوې لومړۍ وزیرې په توګه دنده پیل کړه.
'د پېښور پر پوځي ښوونځي د برید پلانونکی ډرون برید کې وژل شوی'
د پاکستان پوځ پخلی کړی، چې عمر نری، چې د خالد خراساني په نوم مشهور و په ډرون برید کې وژل شوی دی. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر عاصم باجوه په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي، چې خراسانی په افغانستان کې وژل شوی دی.
د بریتانیا ولسي جرګې له ډېو ېډ کامیرون سره مخه ښه وکړه
ډېوېډ کامرون د لومړي وزیر په توګه د خپل کار په وروستۍ ورځ د بریتانیا له ولسي جرګې ماڼۍ نه د جرګې مشر جان برکو په ګډون د محافظه کار ګوند غړو د چکچکو په بدرګه ووت.
د عکسونو البوم: د یوازې مېرمنې عسل میاشت
همامبین او ارسلان سیور د سږ کال په لومړیو کې واده وکړ او د عسل میاشتې تېرولو لپاره یې یونان وټاکه، خو د یونان چارواکو ارسلان ته له ویزا ورکولو انکار وکړ.
د ترکیې لومړی وزیر: له سوریې سره ښه اړیکي غواړو
د ترکیې لومړی وزیر بن علي یلدرم وايي ترکیه باید سیمه کې پراخ دیپلوماتیک اړیکي ولري. دغه وینا چې د ترکیې ټلویزیون خپره کړه د ترکیې په اړیکو کې ورته د یوه نوي پړاو په نظر کتل کېږي.
د لومړي وزیر په توګه د کامیرون وروستۍ ورځ
نن د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه د ډېوېد کامیرون وروستۍ ورځ ده. ده نن په لندن کې له ځینو ماشومانو سره وکتل، یو میراث چې دی به یې پرېږدي له بېوزلو ټولنو سره مرسته او له فرصتونو نه ګټې پورته کولو ته د ماشومانو هڅول دي.
"لاري" پیسو د بریتانیا لومړي وزیر له استوګنځي 'نه وځي'
پتېیل شوې، چې د "لاري" په نامه د لندن ډاونینګ سټریټ په ۱۰ بلاک کې د بریتانیا د لومړي وزیر د استوګنې له ماڼۍ ونه وځي او خپلې دندې ته به دوام ورکړي.
تېرېزا می او افغانستان
د روان کال مارچ میاشت کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې تېریزا می د افغان کډوالو پرضد یوه قضیه وګټله، چې د محکمې د پرېکړې پربنسټ به ډېری هغه افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته لېږدول کېږي چې بریتانیا کې یې د سیاسي پناه اخیستو غوښتنې رد شوې.
د ډېوېډ کامیرون کیسه
که څه هم ډېوېډ کامیرون د تېرو شپږو کلونو واکمنۍ پرمهال لاسته راوړنې لرلې، خو د نامه له اخیستو سره يې د هغه لومړي وزیر څېره د سړي مخې ته درېږي، چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پروخت یې د دغه هېواد مشري کوله.
د بریتانیا راتلونکې لومړۍ وزیره تېرېزا می څوک ده؟
په داسې حال کې چې له اروپايي ټولنې نه د بریتانیا د وتلو پر سر لانجې او خبرې ډېرې شوې دي، د دغه هېواد په تاریخ کې دویمې ښځینه لومړۍ وزیرې ته واک سپارل کېږي.
کامیرون تېریزا می ته د واک سپارلو چمتووالی نیسي
د بریتانیا د کورني سیاست په تاریخ کې نن یوه بله مهمه ورځ ده. ټاکل شوې ده چې لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون رسماً له دندې لاس په سر شي او خپله استعفا ملکې الزابېت ته وړاندې کړي. د نوموړي له استعفا وروسته به تېریزا می د نوې لومړۍ وزیرې په توګه خپله دنده پیل کړي.
د مړه سمندر د اوبو مخ پر ځوړ کچه
د انسان تنده سمندر وچوي. د مړ سمندر په نوم د جهیل د اوبو کچه مخ پر کښته کېدو ده، دغه جهیل ته د روانو رودونو اوبه اوس د څښاک لپاره کارېږي
د ملالې ورځ او افغانستان کې د نجونو زده کړو حالت
د ملالې ورځ، د ښوونې و روزنې د لمانځنې په دې نړيواله ورځ افغان او پښتني کورنۍ وينو چې لا هم نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي. نجما ځلا د ملالې د ورځ په پلمه په افغانستان کې د نجونو زده کړو ته کتنه کړې.