ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نړۍ کې واکمنې ښځې

د بریتانیا د کورنیو چارو پخوانۍ وزیرې تېریزا مې د چارشنبې په ورځ (جولای ۱۳مه)، د حکومت واګې ترلاسه کړې.

15.07.2016 BBC

د فرانسې پر ګڼې ګوڼې د لارۍ برید

د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې لږترلږه ۸۰ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.

15.07.2016 BBC

فرانسه کې پر ګڼې ګوڼې یوه لارۍ بېول شوې

د فرانسې د ملي ورځې لمانځنې پر مهال د نیس په ښار کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې ورغلې چې په پایله کې یې شاوخوا ۷۰ تنه وژل شوي او سلګون نور ټپیان دي. پولیسو چلوونکې په ډزو ویشتلی.

15.07.2016 BBC

دوه هندي زده کونکي د 'سیلفي' اخیستو پر مهال سیند کې لاهو شول

د هند اترپردېش ایالت په یوه لرې پرته سیمه کې دوه زده کونکي هغه مهال اوبو کې ډوب شول، چې د یوه ختونکي سیند منځ کې یې سیلفي تصویرونه اخیستل.

14.07.2016 BBC

ايرلنډ افغانستان ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه

د دغې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې توپ وهنه وکړه، چې سیالې لوبډلې ته یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه. ايرلنډ لوبډله وتوانېده چې د څلورو وېکټو په بايللو دغه هدف پوره کړي.

14.07.2016 BBC

چاغوالی نارينه له وخته وړاندې د مرګ له ګواښ سره مخامخوي

يوه نوې طبي څېړنه وايي چاغوالی له وخت مخکې مرګ سره مخامخ تړاو لري، چې د سړيو شمېر په کې د ښځو پر تله درې برابره زيات ښوول شوی دی. ازموينې ښيي چاغ خلک د هغو پرتله چې عادي وزنونه لري، په منځني ډول درې کاله مخکې مري.

14.07.2016 BBC

پر کالیو د لیکلو انګلیسي جملو په تړاو د ایران تلویزیون خبرداری

نن سبا ایران کې داسې کالي اغوستل دود شوي، چې پرې د انګلیسي ژبې جملې لیکلې شوې وي. د ایران دولتي رسنیو کې له دې کبله د ناندریو یو توپان راپورته شوی.

14.07.2016 BBC

'' بورس جانسن خپلو خلکو ته ډېر دروغ ویلي ''

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر وايي، د بریتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر بورس جانسن یو ' دروغجن ' سړی دی او وايي اوس به له همدې کبله له ستونزو سره مخامخ شي.

14.07.2016 BBC

د ای ایس ای په اړه خپرو شویو لیکونو کې څه دي؟

د افغانستان د ملي امنيت مخکيني مشر رحمت الله نبيل د يو شمېر ليکونو په خپرولو ادعا کړې چې گواکې د پاکستان د استخباراتو اداره اى ايس اى په خپله خاوره افغان طالبانو او حقاني شبکې غړو ته خوندي پناه ځاى ورکوي. اسلام اباد کې د دفاع وزارت دا خبره رد کړې ده.

14.07.2016 BBC

"خپاره شوي لیکونه د پاکستان پر ضد تبلیغ دی"

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل داسې محرم اسناد رسنیو ته ورکړې چې گواکې د پاکستان ای اېس ای د حقاني شبکې ته لارښوونې او سپارښتنې کوي. د پاکستان د پوځي استخباراتو پخواني چارواکي محمود شاه وايي ای اېس ای په دې ډول اړیکې نه نیسي.

14.07.2016 BBC

رحمت الله نبیل له طالبانو د آی ایس آی 'د ملاتړ اسناد' خپاره کړي

دافغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل بي بي سي ته ځینې اسناد ورکړي او ادعا کوي چې د پاکستان امنیتي ادارو رسمي مکتوبونه دي او له طالبانو او حقاني شبکې نه د پاکستان ملاتړ په ډاګه کوي. پاکستاني چارواکي دا مکتوبونه جعلي بولي.

14.07.2016 BBC

د عکسونو البوم: د ټویټر له لارې د هند ولسمشرۍ ماڼۍ سیل

لیکوال امیتاو ګهوش د تصویرونو په ژبه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته د هند ولسمشرۍ ماڼۍ یوه یو نوی لید لوری وړاندې کړی.

14.07.2016 BBC

اروپايي ټولنې پر ګوګل شرکت د 'بې باورۍ' نوي تورونه لګولي

اروپايي ټولنه وايي، پر تکنالوژي شرکت ګوګل، فشار ډېروي او وايي دغه شرکت په انلاین پېرپلور کې له خپلې غلبې ناوړه ګټه اخیستې.

14.07.2016 BBC

د امریکا استازو جرګې له ایران نه د درنو اوبو نه پېرودلو طرحه تصویب کړه

د دیموکراتانو تر کلک مخالفت یوه ورځ وروسته، د امریکا پا کانګرس کې جمهور غوښتونکو په یوه ګام کې چې تر ډېره سمبولیک ګڼل کېږي، یوه طرحه تصویب کړه چې له ایران نه د درنو اوبو پېرودل منع کوي.

14.07.2016 BBC

هندوستان ټایمز: د امریکا کانګرس کې د پاکستان پر سیاستونو نیوکې

هندوستان ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې د امريکا په کانگرس کې هغې غونډې ته اشاره کړې چې په کې د پاکستان پر سياستونو نيوکې وشوې.

14.07.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more