پکتیکا کې د سولې په نوم کرېکټ سیالۍ
پکتیکا ولایت کې د سولې په نوم د کرېکټ سیالۍ د یاد ولایت د ۶۴ لوبډلو تر منځ وشوې.
زیکا ویروس ښايي دریو کلونو کې له منځه لاړ شي
د ساینسپوهانو یوې ډلې وړاندوینه کړې، چې راتلونکو دریو کلونو پورې به د زیکا نومي ویروس د اغیزمنو کسانو شمېر دومره کم شي، چې ښايي له کبله یې دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.
د لوبو له نړۍ
د افغانستان کرېکټ لوبډله د روانې مياشتې په پای کې بريتانيا ته راځي، لومړی به سکاټلنډ او بيا به ايرلنډ او هالنډ ته ځي. د برازيل پر اولمپيک سربېره د اروپايي فوټبال اتلوليو په اړه بشپړه معلومات د لوبو په دې خپرونه کې.
کولمبيا کې د تېزاب شيندلو مجرمينو ته تر ۵۰ کاله د بند سزا ورکول کېږي
کولمبیا کې دوه کاله وړاندې پر يوې مېرمنې نتالي پانس دې لیان تېزاب شيندل شوي وو. اوس دا د نورو قربانیانو د حقونو لپاره کار کوي. د دې هڅو حکومت وهڅاوه چې په دغه اړه قانون بدل کړي، اوس د تېزاب شیندلو مجرمینو ته تر ۵۰ کاله د بند سزا ورکول کېږي. دې بي بي سي
هنګري وايي له کډوالو سره له زوره کار نه اخلي
د هنګري حکومت د ملګرو ملتونو هغه تورنه ردوي چې وايي د کډوالو د ایستلو لپاره له ډېر زوره کار اخلي. دوی له هغه راهیسې چې تېره اوونۍ یې سخت قانون را منځته کړ تر اوسه ۶۰۰ کسان شړلې دي. په سوېل کې یې له سربیا سره پوله هم لس زره سرتېري او پولیس څاري.
'د سلمان خان نوی فلم د ګټې پر لور'
د سلمان خان نوی فلم 'سلطان' د عاید له پلوه د ګټې لور ته روان بلل کېږي او ماهرین وايي، ښايي ریکارډ جوړ کړي.
د فرانسې بريد: يادښتونه
د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې تر ۸۴ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي. د دغې پېښې په ځای کې د خلکو د يادښتونو په اړه د بي بي سی پښتو له دې نقشې نور معلومات ترلاسه کړی.
فرانسه کې خونړی برید
د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې تر ۸۴ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.
هند کې 'د سرو زرو سړی' په وهلو ډبولو وژل شوی دی
دتاپهوګي، چې پونا سیمه کې نامعلومو کسانو وژلی په ۲۰۱۳ کال کې یې له درې کیلو سرو زرو جوړ کمېس د ۲۵۰ زرو ډالرو بدل کې رانیو، چې په نړۍ کې تر ټولو ګران بیه کمېس بلل کېږي.
د فاع وزارت: افغانستان کې لسګونو وسله وال وژل شوي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښتو کې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۲ وسله وال وژل شوي. طالبانو د څو افغان امنيتي ساتونکو د وژلو ادعا کړې، د فاع وزارت هم د ۷ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی.
دېره اسماعیل خان کې د امنیت ساتلو چارې پولیسو او پوځ ته سپارل شوې
د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د هدفي وژنو ډېرېدونکو پېښو مخنیوي لپاره د پولیسو تر څنګ پوځیان هم ګومارل شوي دي. دېره اسماعیل خان ښار ته پر غځېدلو لارو هم د پوځ پوستې رغول شوې دي.
ولسمشر غني د فرانسې بريد "وحشيانه عمل" بللی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسې په نيس ښار کې پر ولسي وګړو بريد غندلی او دا يې يو "وحشيانه جنايت" بللی دی. د فرانسې د ملي ورځې د لمانځنې په مراسمو کې يوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې خېژول شوې وه چې لږ تر لږه ۸۴ كسان په کې وژل شوي وو.
د نیس برید: لارۍ خېژوونکی څوک و؟
د فرانسې پولیسو لاهم د هغه سړي هویت نه دی تایید کړی، چې په سپینه لارۍ کې سپور و او نیس ښار کې یې د باسټيل ورځې لمانځلو پرمهال خلک تر لارې لاندې کړل.
نیویارک ټایمز: د نبیل افشا شویو اسنادو ته څوک ځواب نه وايي
نيويارک ټايمز په خپله نننۍ گڼه کې د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبيل له لوري د يو شمېر اسنادو خپرېدا ته اشاره کړې، چې په ٢٠١٤ او ٢٠١٥ م کلونو کې طالبانو او حقاني ډلې سره ظاهراً د پاکستان مرستې څرگندوي.
د فرانسې د برید په اړه د نړیوالو مشرانو غبرګون
د نړۍ مشران د فرانسې نیس ښار خونړي برید کې د قربانیانو په غمشریکۍ سره راغونډ شوي دي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما په لومړي غبرګون کې دا یو "ترهګریز برید" وباله. ده وویل، امریکا د وژل شویو له کورنیو سره غمشریکي کوي.