"افغانستان کې يوازې درې سلنه خلک مالي سیستم ته لاسرسی لري"
بي بي سي پښتو موندلې چې په افغانستان کې يوازې "درې سلنه" خلک مالي سیستم ته لاسرسی لري. د افغانستان بانک وايي په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې دوه یې له بانکي پورونو ګټه اخيستی شي.
د "اسلامي دولت" نومې ډلې د مرکزونو انځور
له هغه راهيسې چې دوه کاله وړاندې "اسلامي دولت" نومې ډلې د خپلې بڼې دولت د جوړښت اعلان کړی، د عراق او سوریې هغو برخو کې د ژوند په اړه ملومات ډېر کم دي، چې د دوی تر ولکې لاندې دي. خو اوس په داسې حال کې چې داعش اورپکي په شا تمبول کېږي.
د نيس بريد او پر مسلمانانو يې اغېز
د فرانسې پوليسو په نيس کې د لارۍ بريد سره په تړاو چې له ۸۰ زيات کسان په کې وژل شوي وو، دوه نور کسان هم نيولي دي. نيول شوي کسان چې يو سړی او يوه ښځه ده، له بريدګر محمد لحوېج بوهلال سره يې اړيکي لرل.
د افغانستان بشري حقونو کمیسیون د ماشومانو د ودونو زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په وروستیو کلونو کې په دغه هېواد کې د ماشومانو ودونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه کمیسیون وايي له ۱۳۹۲ لمریز کال را په دیخوا د ماشومانو د ودونو د پېښو قربانیانو شمېر سلګونو ته رسېږي.
د عکسونو البوم: د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ لوبه
افغان کرېکټ لوبډلې د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ کې له ايرلنډ سره د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه په ۷۹ منډو وګټله.افغانستان مقابلې لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه، خو ايرلنډ په دې و نه توانېد چې دغه هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په ۴۱ اوور کې وسوځېده
افغانستان ايرلنډ ته په ۷۹ منډو ماته ورکړه
افغان کرېکټ لوبډلې د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ کې له ايرلنډ سره د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه په ۷۹ منډو وګټله. افغانستان مقابلې لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه، خو ايرلنډ په دې و نه توانېد چې دغه هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په۴۱ اوور کې وسوځېده
د کرښې بل مخ
سهار لمر تودېده د بازار ګڼه ګوڼه ډېرېده د خوست ښار په تنګو کوڅو کې لږ خلک هم ډېر ښکاري د یوې سیمې خلک په کې ګرځي راګرځي نو پر یوه بل غږ حتمي دی او لکه د کلي د جومات او ډبې مخه که ستا ډېره بیړه هم وي ځغلیدی نه شې موټر ته دې لاره نه کېږي
پکتيکا کې د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي
ځايي سرچينې وایي د افغانستان په جنوب ختيځ پکتيکا ولايت په سرروضه ولسوالۍ کې د کور چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي دي. د ځايي خلکو په وينا د دغې سيمې کورونه له سلو کلونو ډېر زاړه دي.
په لندن کې د اختر مېله
په لندن کې د مېشتو مسلمانانو شمېر د نورو لږکیو په پرتله ډېر دی. دوی له تېرو څو کلونو راهیسې هر کال د کوچني اختر ورځ په یوې میلې کې لمانځي. دې میلې ته چې د لندن د ښاروال له خوا جوړېږي سږکال زموږ همکار ابراهیم امیري هم ورغلی و.
افغانستان ايرلنډ ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه
د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ لوبډلو تر منځ په بلفاسټ کې د روانې څلورمې يوې ورځنۍ لوبې په ترڅ کې افغانستان ايرلنډ ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه. د لوبې پچه افغانستان ګټلې او لومړی یې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه.د افغانستان راشد ارمان ۶۰ او محمد نبي ۵۰ منډې و کړې
د ترکیي ناکامه کودتا: د نیول شویو کسانو شمير ۶۰۰۰ ته ورسېد
رسنیو د ترکیې د عدلیې وزیر له قوله راپور ورکړی چې تر ناکامې کودتا وروسته د نیول شویو کسانو شمېر ۶۰۰۰ ته رسېدلی او ښایي تردې هم لوړ شي. د فرانسې بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې کودتا په دې معنا نه ده چې اردوغان د خپلو مخالفینو نیولو لپاره "سپین چک" لري.
د امریکا پوځ لوی درستیز افغانستان ته تللی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د امریکا پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ کابل ته تللی او ددې هېواد له مشرانو سره یې کتلي. ډنفورډ ویلي، امریکا د افغانستان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او ژمنه ده چې دا ځواکونه په هر اړخیز ډول سمبال کړي.
د قندیل بلوچ تورن وژونکی نیول شوی؛ ورور د خپلې خور وژل منلي
د پاکستان د پنجاب ایالت د ملتان پولیس وایي، ددې هېواد د مشهورې ماډلې قندیل بلوچ ورور یې د هغې د وژنې په تور نیولی. وسیم د خپلې خور پر وژلو اعتراف کړی. آغلې بلوچ د شنبې په شپه په خپل کور کې ووژل شوه او مړی یې نن یکشنبې (جولای ۱۷مه) خاورو ته وسپارل شو.
د ارمنستان پلازمېنه ایروان کې د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی
د راپورونو له مخې، د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې یوې وسله والې ډلې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی او هغه یې نیولی. بریدګرو غوښتي چې د دولت یو مخالف فعال جیرار سفیلیان دې له زندانه خوشي شي.
تر کودتا وروسته ترکیې کې د امریکا پر اصلي اډې محدودیت
د ترکیې چارواکو ددې هېواد په ختیځ کې د امریکا پوځي اډې لپاره د محدودیت رامنځته کولو سره، لږ ترلږه په موقتي ډول د داعش ضد ایتلاف د عملیاتو لپاره ددې اډې کارول منع کړي. دا اډه په عراق او سوریه کې د داعش پروړاندې ځمکنۍ مبارزه کې کلیدي رول لري.