د هلمند والي دفتر: د یوه قومندان په ګډون ۴۰ طالبان وژل شوي
د افغانستان په لویدیځ کې د هلمند والي مطبوعاتي دفتر وایي، ددې ولایت په ګرشک او سنګین ولسوالیو کې په هوایي بریدونو او جګړو کې د طالبانو یو پوځي قومندان او ۳۹ نور طالبان وژل شوي دي.
خوست: سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه کړي
د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت خوست کې چارواکي وایي؛ د علي شېرو او صبرو ولسوالیو کې د ملکي خلکو دوه موټرونه سېلاب وړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه شوي دي.
اردوغان د اعدام سزا ستنولو پلوي ښودلې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناکامې کودتا له هڅې وروسته په هېواد کې د اعدام د سزا بیا پیولو د غوښتې دفاع کړې ده. ده ویلي "د خیانت ښکاره جنایت شوی، او هېڅکله به یې حکومت د اعدام د سزا غوښتنه رد نه کړي، خو دا کار د پارلمان تایید ته اړتیا لري".
د هند بیهار کې ماویست یاغیانو ۱۰ پوځيان وژلي
هندي پولیس وايي، په ختیځ بیهار ایالت کې د ماویست یاغیانو او پوځيانو ترمنځ نښته کې لږترلږه لس نیمه پوځيان وژل شوي دي. په نښته کې پنځه نور پوځيان تپیان شوي.
د صرافۍ له اتومات ماشین نه ''اروپايي غلو ۲٫۵ میلیون ډالر غلا کړي''
د ټایوان چارواکي وايي، درې اروپايي مشکوک کسان یې نیولي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د صرافۍ له اتومات ماشین ATM نه د ۲٫۵ میلیون ډالرو د غلا کولو تور پرې لګول شوی.
یوه افغان د جرمني په اورګاډي کې پر مساپرو برید کړی
د جرمني چارواکي وايي یو افغان کډوال چې په تبر او چاړه سمبال و د دغه هېواد په جنوب کې د یوه اورګاډي پر مساپرو برید کړی او ۴ کسان یې ژوبل کړي دی. نوموړ د پولیسو لخوا وژل شوی دی.
د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ کارکونکي ممنوع الخروج اعلان شوي
د افغانستان لويې څارنوالۍ د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ کار کوونکي د فساد په تور ممنوع الخروج اعلان کړي. د دغې ادارې ویاند بصیر عزیزي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دغو کسانو د قضیو په اړه جدې څېړنې روانې دي.
سوري کډوال ماشومان د "جنسي تېريو" له ګواښ سره مخ دي
لبنان کې مرستندويه ټولنو خبرداری ورکړی چې د سوريې کډوالو ماشومان په زياتېدونکي ډول د جنسي زورزياتي له خطر سره مخامخېږي. د سوريې جګړې د دغه هېواد نژدې نيم ولس له خپلو کورونو او مېنو وتلو ته اړ کړي دي.
اندونيزيا کې چاغښت
د روغتيا نړيوال سازمان وايي اندونيزيا د خپلو ماشومانو په اړه له يو روغتيايي کړکېچ سره مخامخ ده، د چاغوالي او بدخوراکۍ غبرګه ستونزه. له ملګرو ملتونو سره په يو ګډ راپور کې دوی موندلې چې له پنځه کلنۍ ښکته ۱۲ سلنه ماشومان له اندازې زيات چاغ دي
ترکيه کې له کودتا وروسته
د ترکيې چارواکي وايي نژدې نهه زره پوليس افسران له خپلو دندو ځنډول شوي، د راپورونو له مخې شک دی چې د تېرې جمعې کودتا کې یې لاس درلود. د جنرالانو په ګډون د پوځ او قضا شاوخوا شپږ زره غړي نيول شوي دي. رجب طيب اردوغان هوډ کړی چې د دولت ادارې به يې پاکوي
افغانستان کې د شاتو صنعت
افغانستان د خپلو شاتو صنعت ته د عربو او اروپا د بازار موندنې هيله لري. د شمېرو له مخې افغانان د کال پنځه زره ټنه شات لګوي، چې د اوس لپاره يې يوازې ٤٠ سلنه پر کور دننه توليدېږي.
امريکا او اروپايي ټولنې د ترکيې له کودتاچيانو سره د ناوړه چلند په اړه خبرداری ورکړی
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په بروکسل کې تر ليدني وروسته ويلي، د امريکا حکومت د کودتا چیانو سره قانون له مخې د کړنې غوښتونکی دی او په عيني وخت کې يې د کودتاچيانو د پراخه ځپلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د ترکیې هوايي ځواک پخواني قومندان د کودتا پلان "اعتراف" کړی
د ترکيې يوې حکومتي رسنۍ خبر ورکړی چې د هوايي ځواک پخوانی مشر جنرال اکين ازتورک د ترکيې ناکامې کودتا د پلانولو اعتراف کړی دی. د دغه راپور له مخې جنرال اوزتورک پلټونکو ته ويلي چې ده "دغه کار د پوځي پاڅون په موخه کړی" دی.
د قندیل بلوچ پلار: هغې د خپل قاتل ورور په ګډون موږ ټول پاللو
د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د وژل شوې پاکستانۍ ماډل قندیل بلوچ پلار د هغې په پلوي څرګندونې کړې. اغلې بلوچ چې ممثله او ماډل هم وه، د شنبې په ورځ ملتان کې خپل ورور ووژله.
د عکسونه البوم: د ترکيې ناکامه کودتا
په ترکیه کې د تېرې شنبې په شپه د ولسمشر رجب طیب اردوګان په غیاب کې د پوځ یوې ډلې د کودتا هڅه وکړه، خو استانبول ته د اردوګان له ستنېدا وروسته نوموړي خپلو ملاتړو او ترکي وګړو ته په وینا کې وویل، چې د کودتاچیانو مخه ونیسي، همدا وو چې واټونو ته خلک راووتل