کندوز کې د ناامنیو زیاتېدو سره دفاع وزیر دغه ولایت ته تللی
د افغانستان شمال کندوز کې د خان اباد ستراتیژیکې سیمې لاس په لاس کېدو وروسته امنیتي او دفاعي سرچینو ویلي چې ددې هېواد دفاع وزیر عبدالله حبیبي کندوز ته تللی. د خان اباد سیمه تېره ورځ سهار طالبانو ونیوله او ماښام یې حکومت د بېرته کنټرول ترلاسه کولو خبره وکړه
ترکیه کې پر واده د خونړي برید وژل شویو شمېر ۵۰ ته ورسېد
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هیواد په سوېلي ښار غازي عینتاب کې د کردانو د واده مراسمو کې د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت پر اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اچولی. سیمه ییزو چارواکو ویلي، دې برید کې د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی او نژدې ۱۰۰ ټپیان دي.
د برازیل او جرمني ترمنځ پایلوبه
د ریو فوټبال سیالیو په پایلوبه کې برازیل ۵ د ۴ پروړاندې جرمني ته په پنالټیو ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ. جرمني وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوال جام په سیالیو کې ۷ -۱ پروړاندې برازیل ته په نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړې وه.
'د سیلفي لېونتوب'؛ دوه کسان خیبر پښتونخوا کې سیند یوړل
د خیبر پښتونخوا په کاغان دره کې پرون شنبه (زمري ۳۰مه) یو سړی او یوه ښځه د سیلفي اخستو پرمهال کنهار سیند ته وغورځېدل او له دریو ساعتونو وروسته یې مړي په اوبو کې وموندل شول.
چین کې د نړۍ ترټولو اوږد ښیښه یي پول د خلکو پرمخ پرانستل شو
د نړۍ تر ټولو اوږد او جګ پول چې ځمکه یې له ښیښې جوړ شوې په مرکزي چین کې د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو.
سېدني مارننګ: زده کوونکې دې لنډې جامې او سینګار پرېږدي
د استرالیا چاپ سېدني مارننګ هېرالډ ورځپاڼې د دغه هېواد ملبورن ښار کې یوه ښوونځي کې د نجونو اعتراض خپور کړی چې پر لنډې لمنې د بندیز پر وړاندې یې کړی.
ترکیه کې د واده مراسمو کې 'ځانمرګي برید' لسګونه کسان وژلي
د ترکیې په عینتاب ښار کې د واده مراسمو سره نژدې چاودنه څو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ترکیې دولتي چارواکي وایي؛ دا ځانمرګی "ترهګریز" برید دی چې احتمال لري د اسلامي دولت (داعش) ډلې کار وي.
د باميانو غرونو کې بايسکل ځغلونه
د افغانستان بامیانو کې بيا یو ډله ځوانان په غرونو کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ کوي. دوی غواړي دا هنر او سپورټي فعاليت لا پسې وغوړوي. د ځوانانو دا پنځه ویشت کسیزه ډله دا تېر دوه کاله، په خپل لګښت فعاليت کوي.
هند کې ښځينه ساتندويان
د پلورنځيو، رسټورانټونو او کلبونو ساتنې او خونديتوب لپاره په دوديز ډول په يونيفورم يا رسمي جامو کې پياوړي نارينه پر دندو ګومارل کېږي، خو هند کې اوس د ساتندويۍ دا ډول دنده د ښځينه وو او نجونو ترمنځ په تېزۍ مينه والې مومي.
کندهاري بنډارونه، د ښاري غوړېدا نښې
کندهار ښار کې د شپې ناستو او د ځوانانو بنډارونو هلته اوس د رستورانتونو او هم د مېوو او خوړو پلورنځيو کاروبار غوړولی او دا احمد شاهي ښار یې ورسره رنګين کړی دی. تېرو څو کلونو کې کندهار کې امنيتي وضعيت يو څه ښه شوی، او د خلکو هيلې یې هم ورسره زياتې کړې دي.
هيتي کې کولرا ناروغي
ملګرو ملتونو اوس منلې، چې شپږ کاله مخکې هيټي کې د کولرا يا سختې نس ناستې ناروغۍ خپرېدو کې ښکېل وو، چې نژدې ۱۰ زره خلک يې وژلي وو. څېړونکي وايي د دې ناروغۍ خپرېدو لامل تر يوې اندازې د سوله ساتو ځواکونو يوې اډې فضله توکو له نامناسب سمبالښت سره تړلی و.
د اولمپيک سياليو ۱۴ ورځ: يوسېن بولټ د سرو زرو درېيم مډال وګاټه
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو د ۱۴ مې ورځې پای ته له رسېدو سره امريکا لا هم د مډالونونو د جدول په سر کې وه. بريتانيا په دوهم او چين په درېيم نمبر و. د جېميکا يوسين بولټ يو ځل بيا له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.
افغان چارواکي وايي د "خان اباد ولسوالۍ يې بېرته له طالبانو نيولې"
د افغانستان په شمال ختيځ کې دولتي چارواکي وايي چې د کندوز ښار په سوېل ختيځ کې يې د خان اباد والسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته نيولې. دغه ولسوالۍ له څو ورځو جګړو او کلابندۍ وروسته نن سهار وسله والو طالبانو نيولې وه.
م.م: افغانستان کې بشري وضعیت خطرناک دی
ملګرو ملتونو د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په تړاو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري وضعیت خطرناک او کړکېچن دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا مخ پر زیاتېدو ده.
د جرمني کورنیو چارو وزیر پر نقاب قسمي بندیز غوښتی
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي میزییر پر مخ پټولو یا نقاب د قسمي بندیز لګولو غوښتنه کړې. نوموړي وړاندې ویلي وو پر نقاب بشپړ بندیز له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.