ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستاني امنیتي ادارو کوټه کې د افغان طالبانو ځینې مشران "نیولي"

د افغان طالبانو د ځينو سرچینو په خبره پاکستاني امنيتي ارګانونو د بلوچستان په کوټه او شاوخوا سیمو کې له تېرو شپږو اونیو راهیسې د ملا احمد الله ناني په ګډون ددوی یو شمېر نور هم مشران نیولي دي. ملا نانی د افغان طالبانو د رهبري شورا غړی او د ددغې ډلې د جلب او جذب کمیسيون مشر دی.

12.10.2016 BBC

د کارته سخي برید کې د ډایکنډي ولایتي شورا یوه غړې هم وژل شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته ویلي؛ د وروستیو شمېرو له مخې د کابل په کارته سخي زیارت کې د عاشورا پر ویرجنو د تېرې ورځې په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. دغه برید تېره ورځ ماښام مهال شوی. تر برید وروسته کابل کې امنیتي تدابیر لا کلک شوي.

12.10.2016 BBC

'د حلب ختیځ کې د روسیې بمبارۍ ۲۵ ولسي وګړي وژلي'

د روسیې جنګي الوتکو یو ځل بیا د حلب ښار په ختیځ د سوریې ولسمشر بشار اسد د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو باندې هوایي بریدونه کړي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې بریتانیا کې مېشته ده راپور ورکړی؛ د سه شنبې ورځې په هوایي بریدونو کې لږ ترلږه ۲۵ ولسي وګړي وژل شوي.

12.10.2016 BBC

هندوستان ټایمز: هند سوله غواړي، خو دا په دې معنا نه ده چې د ترهګرو ملګري به بخښي

هندوستان ټایمز ورځپاڼه د لومړي وزیر نرېندرا مودي څرګندونې راخیستي چې تېره ورځ یې په سیمه کې د روان تاوتریخجن حالت په اړه کړي دي.

12.10.2016 BBC

د عاشورا ورځ او د بي بي حوا اوښکې

بي بي حوا د خپلو دریو ځوانو وژل شویو زامنو له کونډې او یتیمانو سره د خپل خټین کور پر غولي ناسته وه ، پر مخ یې د اوښکو باران و، د خپل زاړه ټیکري پر پیڅکه یې د زامنو عکسونه پاکول... د اریا احمدزۍ لیکنه.

11.10.2016 BBC

د کینیا نجونې او د راتلونکي په اړه یې نظر

جیریمي تان او ایلا ډیکینسن د کینیايي نجونو عکسونه اخیستي چې په بیوزلۍ کې لویږي

11.10.2016 BBC

کندهار کې صنعت

د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې سوداګر وايي د برېښنا د کمښت له امله ځینې فابریکې په ټپه ولاړې دي او د دغه ولایت صنعت ورسره اغېزمن شوی دی.

11.10.2016 BBC

د سمسونګ ځيرکو موبايلونو ستونزه

سمسونګ وروسته له هغه د خپل تازه ځيرک ټليفون ټول توليد په ټپه درولی، چې د ګلکسي نوټ اووه ټليفون چاودېدو او سوځېدو راپورونه خپاره شول.

11.10.2016 BBC

د کندهار ښوونځي

د هلمند په ګډون د افغانستان لروبر نا کراره سیمو کې د جګړې له امله لا هم ګڼ شمېر ښوونځي تړلي او ډېر چې پرانيستي چلوونکي یې وايي سم پام نه ورته کېږي.

11.10.2016 BBC

لندن کې د هنري توکيو نندارتون

د نړۍ له لروبره د هنري توکو پېرودونکي د فريز نندارتون لپاره لندن ته راغلي وو. دا د نړۍ يو تر ټولو لوی هنری نندارتون دی، چې دا څه موده مخکې پای ته ورسېد.

11.10.2016 BBC

کابل کې د عاشورا پر مراسمو برید شوی

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ځايي رسني وايي چې د د غه ښار په کارته سخي کې د عاشورا پر مراسمو بريد شوي دی.

11.10.2016 BBC

افغان پوځ: کندوز کې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي

افغانستان د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد په شمال ختيځ کندوز ولايت کې له تېرې يوې اوونۍ د طالبانو پر وړاندې چاڼيزو عملياتو کې لږ ترلږه ۳۱۴ وسله وال وژل شوي او ۱۲۱ ډېر ټپيان شوي دي.

11.10.2016 BBC

د افغانستان په ګډون د نړۍ په لرو بر کې له هرو اوو ثانیو وروسته یوه کم عمره نجلۍ ودېږي

د خیریه ټولنې سیف د چلډرین په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په لر او بر کې له هرو اوو ثانیو وروسته یوه نجلۍ، چې عمر یې له ۱۵ کلنۍ کم وي ودیږي.

11.10.2016 BBC

"یمن کې د ویر پر مراسمو هوایي برید دې وڅېړل شي"

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون یمن کې د ویر مراسمو کې پر ملکي خلکو بمباري "بې رحمه برید" بللی او د بشپړو څېړنو غوښتنه یې کړې ده. د تېرې شنبې ورځې په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۴۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.

11.10.2016 BBC

هر کال په ميليونو چڼچڼکې له اروپا د ژمي تېرولو په موخه افريقا ته ځي

هر منی په سلګونه مېلېونه چڼچڼکۍ له بریتانیا او اروپا د ژمي تېرولو لپاره افریقا ته الوځي. له دغو مرغانو ډېری یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

11.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more