ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


روسیې سوریې کې د دایمي هوايي اډې هوکړه لیک لاسلیک کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له دولت سره پر هغه هوکړه لیک لاسلیک کړی چې پارلمان تصویب کړی او له مخې یې سوریې کې دایمي هوايي اډې جوړوي. د دغه سند متن تېر زېږدیز کال د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو.

14.10.2016 BBC

افغان نښه ویشتونکي- دود او هنر

د نښان ویشتونکو نوم اورېدل هغه وطن کې چې جګړه وي ښايي یو بد انځور پر ذهن خپور کړي داسې د ډزو دغږ اوریدل.

14.10.2016 BBC

د تېراه بې ځایه شوي وای تش لاس ورانو کورونو ته ستانه شوي

قبایلي سیمه تېراه کې د پاکستاني طالبانو او انصار الاسلام نومي ډلې تر منځ د جګړو له کبله بې ځایه شوي کسان خپلو مېنو ته ستانه شوي، خو وايي حکومت ورسره د مرستو ژمنې نه دي عملي کړې.

14.10.2016 BBC

تایلېنډ کې د پاچا د مرګ له امله ملي ماتم روان دی

تایلنډ کې بیرغونه نیم ځوړند دي او ټول داخلي تلویزونونه په کې د پاچا د ژوند په اړه فلمونه او مطالب خپروي. د بي بي سي په ګډون د بهرنیو رسنیو خپرونې په کې بندې شوې دي.

14.10.2016 BBC

آصف ننګ: د فراه ښار څنډو کې د طالبانو برید په شا تمبول شوی

د افغانستان په لویدیځ کې د فراه ولایت چارواکو ویلي؛ پر طالبانو تر پوځي عملیاتو وروسته ددغې ډلې اورپکي د فراه ښار له څنډو د شاته کېدو په حال کې دي. د فراه والي آصف ننګ وایي؛ طالبان له ډېرو سیمو چې په تېرو ورځو کې یې نیولې وې، ویستل شوي دي.

14.10.2016 BBC

طالبانو سره د سولې بهیر ملاتړ لپاره افغانستان کې د سیاسي مشرانو "اجماع"

افغانستان کې د اورپکو د بریدونو له زیاتوالي سره ولسمشر محمد اشرف غني له سیاسي مشرانو سره د ناستې په ترڅ کې هڅې پیل کړي چې په دغه هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره "سیاسي اجماع " رامنځته کړي.

14.10.2016 BBC

چیلسي فوټبال لوبډلې د لوبغاړو یونیفورم لپاره نایکې سره ۹۰۰ میلیونه پاونډ ریکارډ جوړونکې هوکړه کړې

چیلسي فوټبال لوبډلې د سپورتي کالیو تولیدونکي شرکت نایکې سره د خپلو لوبغاړو د یونیفورم لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې د دغې لوبډلې په تېر کې دومره لویه سوداګریزه هوکړه بې ساري ده.

14.10.2016 BBC

د نایجیریا ولسمشر ته خپلې مېرمنې د رایې نه ورکولو خبرداری ورکړی

د نایجیریا د ولسمشر مېرمنې عایشه بوهاري له خپل مېړه نه سیاسي ملاتړ په دولتي چارواکو کې بدلون راوستو پورې تړلی دی. مېرمن بوهاري ویلي؛ که ولسمشر د کابینې غړي بدل نه کړي او ښه کسان یې پرځای ونه ګوماري، په راتلونکو ټاکنو کې به ورته رایه ورنکړي.

14.10.2016 BBC

د پرتګال پخوانی لومړی وزیر په رسمي توګه د ملګرو ملتونو راتلونکی عمومي منشي وټاکل شو.

د پرتګال پخوانی لومړی وزیر انتونیو ګوتیریش په رسمي توګه د ملګرو ملتونو راتلونکی عمومي منشي وټاکل شو. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ډېپلوماتانو د نوموړي هرکلی وکړ.

14.10.2016 BBC

د اسکار جایزې سیالۍ ته ۸۵ فلمونه غوره شوي؛ د افغانستان استازی نوملړ کې نشته

د سینمایي هنرونو او علومو اکاډمۍ د هغو فلمونو نوملړ خپور کړی چې "د غیر انګلیسي ژبې غوره فلم اسکار جایزې" سیالیو کې یې د ګډون غوښتنه کړې. په دغه نوملړ کې د ایران، یمن، عراق او سعودي عربستان استازو په ګډون ۸۵ فلمونه لیدل کېږي، خو د افغانستان د استازي نوم پکې نشته.

14.10.2016 BBC

سمسونګ د نوټ سېون ناکامۍ له کبله له نور مالي زیان سره مخامخ دی

د سویلي کوریا دغې کمپنۍ له دې مخکې د سږ کال راتلونکو دریو میاشتو کې د ګټې برخه کې د نژدې دوه میلیارده ډالرو لږوالي خبره کړې وه.

14.10.2016 BBC

د پرتګال پخوانی لومړی وزیر انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي ټاکل شوی

۶۷ کلن انتونیو ګوترش به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د اوسني عمومي منشي بان کي مون د دندې له پای ته رسېدو سره سم خپله دنده پیل کړي.

14.10.2016 BBC

ډونلډ ټرمپ: د جنسي ځورونې تورونه 'په بشپړه توګه درواغ' دي

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ د ښځو جنسي ځورونې وروستي تورونه رد کړي او هغه یې 'په بشپړه توګه درواغ' بللي دي. یو شمېر ښځو له څو امریکایي رسنیو سره خبرو کې ادعا کړې چې ښاغلي ټرمپ په بېلابېلو وختونو کې له هغوی سره ناسم چلند کړی او له رضایت پرته یې هغوی په جنسي موخه لمس کړي.

14.10.2016 BBC

د عکسونو البوم: د تایلنډ پاچا پوميپون ژوند

د تایلنډ پاچا پوميپون داني-ادی د نړۍ تر ټولو پاچاهانو د اوږدې مودې لپاره واکمني وکړه. ده ته، داسې یوه هېواد کې چې ګڼې کودتاوې یې تجربه کړې، ۱۷ اساسي قانونونه او خورا ډېر لومړي وزیران یې درلودلي، د یووالي د سمبول په سترګه کتل کېږي.

13.10.2016 BBC

د پاکستان ایم کیو ایم ګوند مشر د پېسو سپینولو دوسیه تړل شوې

بریتانوي پولیسو تایید کړې، چې د پېسو سپینولو دوسیه کې یې د پاکستان ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین په اړه څېړنه پای ته رسولې ده.

13.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more