استرالیایۍ ''لسو ورځو کې دوه ځلې میندواره شوې''
یوه استرالیایۍ مېرمن وايي، وروسته تر هغه د لسو ورځو په توپیر یې دوه بچیان زیږولي، چې ډاکټرانو ورته ویلي وو، نور به یې هېڅکله بچی ونه شي.
د پیرو خرڅلاو مرکز کې اور پنځه کسان وژلي
د پیرو پلازمېنې لیما په یوه لوی خرڅلاو مرکز کې اورلګېدو لږترلږه پنځه کسان وژلي دي. اور په یوه تازه ودانه شوې سینما کې داسې مهال بل شوی، چې ځینې خبریالان د فلم په کتلو بوخت وو.
تر ماتي وروسته د ناهیلیو په اړه د کلنټن څرګندونې
هېلیري کلنټن ویلي؛ له ډونلډ ټرمپ نه تر ماتې خوړلو وروسته له ډېرې ناارامۍ یې غوښتل پرمځکې پلتۍ ووهي. مېرمن کلنټن د امریکا پلازمېنې واشنګټن کې په یوه وینا کې کې همداراز ویلي؛ چې احساس یې کاوه نور نه غواړي له کوره بهر ووځي.
د پوهنیز بهیر کمیت ولې ښه، خو وړتیا یې ټیټه ده؟
د افغانستان د پوهنې بهیر د کمیت له مخې د ستاینې وړ، خو وړتیا یې ډېرې اندېښنې زیږولې دي.
ټایمز: تر ټولپوښتنې وروسته بریتانیا کې د بیکارۍ کچه راټیټه شوې
په دغه راپور کې ویل شوي؛ وروسته له هغه چې په تیره جولای کې بریتانویانو په یوه ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې د جلا کیدو رایه ورکړه په هېواد کې اوس تر بل هر وخت د بېکارۍ کچه راټیټه شوې ده.
په هند کې د لوی او جنجالي واده انځورونه
په هند کې د کال خورا شاهانه، خو جنجالي واده له پنځو ورځو وروسته پای ته ورسېد.
د بي بي سي نړیواله څانګه ۷۰ کلونو کې د تر ټولو لویې پراختیا اعلان کوي
د بي بي سي نړیواله څانګه به په ۱۱ نوو ژبو خپرونې پیل کړي. نوې ژبې به افان اورومو، امهاریک،ګوجراتي،یګبو، کوریايي، مراټي، پېدګن، پنجابي، تېلوګو،تګرېنیا او یوروبا وي.
د بندیزونو لست کې د طالبانو مشر شاملول به د سولې پر بهیر څه اغېز وکړي؟
په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو له کمېټې وغوښتل چې د طالبانو مشر ملا هبت الله او نور ترهګر دې د ملګرو ملتونو د بندیزونو لست کې شامل شي.
د ټرمپ واک به پر پاکستان او افغانستان څه اغېز ولري؟
سپینه ماڼۍ کې راتلونکو څلورو کلونو لپاره به د ټرمپ واک پر امریکا او د نړې هېوادونو لکه پاکستان او افغانستان باندې څه اغېز ولري؟
د سوریې حلب ښار کې د ماشومانو پر روغتون بمباري شوې
رپوټونه وایي د سوریې حلب ښار کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې کې، یو روغتون، د وینې بانک او امبولانسونه د سوریې د حکومت هوايي بریدونو او توغندیو کې ویجاړ شوي.
د پاکستان ټول-ګوندیز کنفرانس: د کډوالو موده دې وغځول شي
د پاکستان د سرحدونو وزارت له خوا رابلل شوي ټول-ګونديز کنفرانس کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو مودې پر غځولو خپله بې باوري ښودلې.
خوست کې د فوټبال لیګ ته د غوره لوبډلو ټاکل
د خوست فوټبال لیګ ته د دوو پیاوړو لوبډلو او لوبغاړو د موندلو په موخه پيل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې، چې لس غوره لوبډلو پکې ګډون کړی و.
د امریکا لومړۍ مېرمنې په تړاو توکمپالې لیکنې پر سر جنجال
د امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما په اړه توکمپاله څرګندونې لامل شوې چې د یوه کوچني ښار ښارواله استفعا وکړي او په لویدیځه ویرجینیا کې د یوې غیرانتفاعي موسسې مدیره له دندې لرې شي.
اشرف غني: د فراهي ماشوم تښتوونکي به په علني ډول محاکمه شي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي؛ د فراهي ماشوم تښتوونکي به په علني ډول محاکمه شي. په تېرو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ماشوم ویډیویي انځورونه لاس په لاس کېدل چې فراه کې د سړي تښتوونکو په منګولو کې و او دې د ډېرو خلکو غبرګونونه راوپارول.
ګواردیولا: تر نیمې شپې وړاندې سکس د مسي نه ټپي کېدو راز
د منچسټر سیټي فوټبال لوبډلې اسپانوی روزونکی پېپ ګواردیولا له خپلو لوبغاړو غواړي چې تر نیمې شپې وروسته جنسي اړیکو نه ډډه وکړي.