ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سوري حکومت د م. م د اوربند وړاندیز رد کړی

د سوريې حکومت اوربند لپاره د ملگرو ملتونو وروستى وړانديز رد کړى دى. دا کار داسې مهال شوى، چې د سوريې د شمالي ښار حلب د کنټرول پرسر د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده.

21.11.2016 BBC

اوباما د سوریې لنډمهالې سولې ته هیله مند نه دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، په سوریه کې ر وانه شخړه او له ولسمشر بشارالاسد د روسیې او ایران ملاتړ د وسله والو مخالفانو پروړاندې د سوریې د ولسمشر ملاتړ ډېر او مخالفان یې کمزوري کړي دي.

21.11.2016 BBC

د چين د مجردانو ورځ

ډېرو هېوادونو کې پلورونکي او کاروباریان خپلو ګټو وټو لپاره د سود سودا موسمونو ته سترګې پر لار وي.

20.11.2016 BBC

د هند پيسې

د هند دا پرېکړه چې د خپلو پيسو زرګوني او پنځه سوه ګوني نوټونه لغوه يا بې ارزښته کړي، پر کور دننه او بهر ډېر خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

20.11.2016 BBC

د سوريې کړکېچ: د ياغيانو بريد کې د ښوونځي اووه ماشومان وژل شوي

د سوريې دولتي ر سنۍ وايي د حکومت تر ولکې لاندې د حلب په لوېديځه برخه کې د ياغيانو له خوا پر ښوونځي د توغندي برید له امله اووه ماشومان وژل شوي دي.

20.11.2016 BBC

د اقتصاد له نړۍ

د اقتصاد له نړۍ خپرونه کې، افغانستان کې د کرنې او بڼوالۍ برخه کې پرمختګ، پاکستان کې د هندۍ روپیو سرخوږی او نور ګڼ خبرونه او رپوټونه کتلی شئ.

20.11.2016 BBC

د ماشومانو پالنه

د بریتانیا په کمبرېج پوهنتون کې څېړونکو موندلې، ماشومان هغه مهال تر ټولو ښه زده کړه کولی شي چې له مور او پلار سره يې ماغزه بوخت وي. په دې څېړنه کې دا هم ویل شوي چې په وړکتونونو کې د ماشومانو خپلمنځۍ خبرې هم له زده کړو سره مرسته کوي.

20.11.2016 BBC

د افغان کډوالو ستونزې

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت تازه شمېرې ښيي په تېرو لسو میاشتو کې څه کم یو میلیون افغانانان چې بهر کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه، بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.

20.11.2016 BBC

د بېسوادۍ لمنځه وړلو لپاره د افغانستان حکومت نوې طرحه

د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي؛ په هېواد کې د بېسوادۍ لمنځه وړلو او د سواد زده کړې اجباري کولو طرحه یې جوړه کړې ده. ددي وزارت چارواکي وایي؛ افغانستان کې تر ۱۵ کلونو ډېر عمر لرونکي ۱۱ میلیونه کسان بېسواده دي.

20.11.2016 BBC

د ولسمشرۍ نوماند ټاکلو لپاره د فرانسي جمهوریپالانو لومړنۍ ټاکنې

په داسې حال کې چې فرانسه کې ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې ۵ میاشتې پاتې دي، په دغه هېواد کې د دولت ترټولو مهم مخالف د منځلارې ښې اړخي "جمهوریپالانو" ګوند پلویان د لومړنیو ټاکنو پر لړ کې خپل نوماند د راتلونکی کال ولسمشریزو ټاکنو ته چمتو کوي.

20.11.2016 BBC

د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره فیسبوک پراخ پلان لري

د فیسبوک مشر مارک زوګر برګ پر دغه خواله رسنۍ د جعلي خبرونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوی پلان تیار کړی دی.

20.11.2016 BBC

د افغانستان موی تای لوبډله په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان موی تای ملی لوبډله په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ روسیې ته لاړه. په دې سیالیو کې چې د نومبر له ۲۰ پیلېږي او تر ۲۷ به روانې وي، د نږدې ۸۰ هېوادونو لوبډلې ګډون لري.

20.11.2016 BBC

د سوېلي کوریا قضايي چارواکي: ولسمشره فساد کې ښکېله ده

د سوېلي کوریا قضايي چارواکي په دې باور دي، چې د دغه هېواد ولسمشره پارګ ګون هي هم په هغه فساد کې ښکېله ده، چې د نوموړې نږدې ملګرې(چوی سون سیل) د دولتي اسانتیاوو او چانسونو په کارولو سره کړی دی.

20.11.2016 BBC

ګارډین: د فرانسې "جنګل کمپ" نه لېږدول شوي کډوال ماشومان کار ته اړ کړل شوي

بريتانيا چاپه گارډين ورځپاڼه وايي يو شمېر هغو کډوالو ماشومانو چې د کالې بندري ښار له "جنګل" کمپ نه د فرانسې په لر اوبر کې خوندي ځايونو ته لېږدول شوي، شکايت کړى چې په زوره کار کولو ته اړل کړل شوي دي.

20.11.2016 BBC

په کوټه کې څلور امنیتي سرتېري ووژل شول

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې چارواکي وایي، د نامعلومو وسلوالو په برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د چارواکو په خبره، په دې پېښه کې یو لاروی ټپي شوی دی.

20.11.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more