سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

سعدالله سعيد

ښاغلى سعدالله سعيد زابلى د الحاج ملاعبدالقيوم اخند زوى د 1358 ل كال په شاوخوا كې د زابل ولايت، شملزو ولسوالۍ د "كښته ژيڅ" سيمې په "غبرګي" كلي كې زوكړى دى. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د جنوبي پښتونخوا د ضلع قلعه سيف الله مسلم باغ په مالګګۍ كمپ كې ترسره كړې دي، ددې ترڅنګ يې ځانګړې(ديني) زده كړې هم كړي او پر 1378ل كال د جلال اباد ښگار له ننګرهار عالي لېسې څخه فارغه شو او بيا دكانكور تر ازموينې وروسته د ننګرهار انستيتيوت منځني طب ته بريالى شو، چې اوس هم په دې پوهنځي كې خپلې لوړې زده كړې پرمخ بيايي. له پنځو كلونو راپه دېخوا شعرونه ليكي ددې ترڅنګ يې په نثر ليكلو كې هم ښه قلم چلولى دى.تر دې مهاله يې لاندېني اثار كښلي دي:

يوه شعر ټولګه.(ناچاپ)
دفولكلوريكو كيسو يوه ټولګه.(ناچاپ)
د لنډو كيسو يوه ټولګه.(ناچاپ)
د زابل ولايت د "ساوټ غره" په زرغونه لمن كې د تاندو شاعرانو دې مين لاروي(سعيد) هم په خپل شاعرانه مزاج سره دفكر و خيال پانګه غوښنه او شتمنه ساتلې او د راتلونكي لپاره ډېره هيله ترې كېدى شي، دشعر څرنګوالي ته يې په پام سره دا ويلاى شو چې سعيد به د راتلونكي ښو شاعرانو په ډله كې هغه بېلګه وي چې د هنر ډېر مينان به يې د شعر په وږمو دخپل ذوق تنده ماته كړي.
كه يې مطالعه او خپلې هنري تجربې نورې هم ډېرې كړې، نو دى به هم دهنر په ډګر كې خپل لوى ارمان ته ورسېږي.
 

 شينكى چنار
تر شنه چنار لاندې په ترپ نازُكې پښې ووهي
پر ګودر تاوې شي، راتاوې شي چمبې ووهي

په تنكو وليو چې ژى واخلي او كږه وږه شي
لكه هيلۍ د سيند په منځ كې څپڅپې ووهي

كه مې په ورينه ټنډه ولمانځې سلام به وكړم
ما دې د شېخ په سپينو لاسو كې تسپې ووهي

تندى دې ولې وي مدام وما ته تروش نيولى؟
رقيب چې راشي ستا له څنګ سره ګونډې ووهي

ستا په كتو كې زړګى يخ شي اشنا دومره خوښ شم
لكه كوچۍ چې په سره دوبي كې شلومبې ووهي

سعيده! هر چا چې سوځلي، بې ازاره يو موږ
رب دې همداسې د هغوى پر كور لمبې ووهي.

تورخنجر
دا خو ګناه ده په تا څه شوى اثر جانانه
قبله دې چپه كړه ولاړ يې مخ پر لمر جانانه

صبر او زغم يې رانه وړي دي ارام نه راځي
دا ستا د مينې اثر زيات دى له منتر جانانه

وېل ستا بچو زما بچو ته د بند څلى جوړ كړ
پرون شمشاد ګيله كوله له خيبر جانانه

كه ستا په خيال كې له ملنګه لاهم كم راځمه
ما ته خو ګران يې په ولاړ د زړه له سر جانانه

لاس وركړه مړ به شي ظالمه څه كافر خو نه دى
سعيد ته نښه بېلتانه كړ تور خنجر جانانه.

ګواښ
تندى دساقي تريو دى، چې وچاته كوي ګواښ
رقيب ته په غوسه دى كه وما ته كوي ګواښ
دا چا به مقاومت وي د خمار ورباندې كړى
د مينې لېوني ګوره صهبا ته كوي ګواښ
ملګرو! لږ خبر خو زما هم واخلئ له ياره
دا ولې همېشه ما بېنوا ته كوي ګواښ؟
زړګيه! زه خوتل ورته په عجز كړمه سوال
رقيب خو زورور دى چې اشنا ته كوي ګواښ
بس مه پوښته سعيده! ددې خلكو زړونه كاڼي
تـرس نــــه شـــــته لـــــه ازاره بـــــېګناه تـــه كوي ګواښ.
 

رڼه چينه

سرونه اخلو په ورغوي ناوې چنګه راوړو
د خيال ګودر ته به بدرۍ، لاچي، لونګه راوړو
چې په كې وګوري د شپې سپوږمۍ تصوير دسينې
رڼه چينه د غرو له سره ړنګه بنګه راوړو
چې ښاپېرۍ مو درته ستړې كړې خوله خوله شوې
بيا به دې هله موږ په تاب د رباب ترنګه راوړو
دا په جرګو مركو نه شي په قيام به ورځو
دا سوبه خداى خبر ملګرو! بې له ننګه راوړو
دا د حسينو قاتلان موږه بښلى نه شو
والله چې غچ يې هم له روس، هم له پيرنګه راوړو
د حريت ټيك پر تندي ږدو د پتمنې ناوې
سعيده! رنګ بې د سپوږمۍ له سپينه رنګه راوړو.

پيغام

دا مسوليت به وي د چا پر غاړه
چې مو ځواني شوه په دردو كې تېره
حق د ګيلې لري راتلونكى عصر
خو په موږ هم شوه په دردو كې تېره

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de