سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

روح الله ساقييار

ښاغلى روح الله ساقييار چې اوس(نامراد) تخلص كوي، د ښاغلي سيف الله زوى پر 1340ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې تر لسانسه رسولي او اوس ديوه بااحساسه ډاكټر په توګه دنده ترسره كوي، له څو كلونو را په دېخوا په چمن كې استوګن دى او خپلو فرهنګي او ادبي هڅو ته دوام وركوي.
تر دې مهاله يې دغه اثار خپاره شوي دي: د مينې زمزمې، رڼا
اوښكلا او زخمي يادونه. همداراز پښتو فارماكولوژي او ناوړه دودونه نومي دوه كتابونه يې چاپ ته چمتو دي. دښاغلي ساقييار په شعر كې د عرفاني ښكلا يو څرك هم ځان څرګندوي چې دا په خپله دده په شعر كې د ځينو لرغونو شاعرانو اغېز جوتوي، قافيې او رديف يې ښايسته دي. ددې ترڅنګ يې دشعر هنري جوړښت ته هم سترګې ور اوړي. ښاغلى ساقييار د ښكلا او مينې په اړه هم ډېر بحثونه كوي او هڅه كوي چې ددې فلسفې او ستر راز پر مانا پوه شي او په دې دوو مسايلو كې ډوب او ژور لاړ شي، چې دا په خپله دده مينه او ذوق څرګندوي. د كندهار ځوانو شاعرانو يې شعرونه لوستي او خوند يې ورڅخه اخيستى دى. هيله ده شاعري يې نوره هم وځلېږي او نثر و نظم دواړو كې پوره برى ترلاسه كړي.
 

رڼا اوښكلا
زما د مينې په جهان كې رڼا ته يې ښكلا ته يې
زما د زړه په كهكشان كې رڼا ته يې ښكلا ته يې

د بلبل وينا په تاده، د سره ګل ښكلا له تا ده
په بهار او ګلستان كې رڼا ته يې ښكلا ته يې

د ګلرخو په څېرو كې ستا د حسن عكس ښكاري
د خوبانو په كاروان كې رڼا ته يې ښكلا ته يې

د افق سپينه وړانګه يې، په شفق كې ستا سرخي ده
د سپېدو په روڼ ګرېوان كې رڼا ته يې ښكلا ته يې

زما د زړه په كوه طور كې انوار ستا د تجلو دي
د جمال په دې عرفان كې رڼا ته يې ښكلا ته يې

هر طرف ته چې نظر كړم، ستا رڼا ده، ستا ښكلا ده
د هر مصر په كنعان كې رڼا ته يې ښكلا ته يې

ساقييار پر تا شيدا يم، ستا وصال زما ارزو ده
زما دهيلو په اسمان كې رڼا ته يې ښكلا ته يې.


ته هم ژاړې زه هم ژاړم

شمعې! بيا د چا لپاره ته هم ژاړې زه هم ژاړم
په سرو اوښكو تر سهاره ته هم ژاړې زه هم ژاړم

ته سوځېږې زه سوځېږم، ته ويلېږې زه ويلېږم
اوس مو نه شته بله چاره ته هم ژاړې زه هم ژاړم

نور تمام جهان خاموشه، د سكون په خوب ويده دى
زه او ته ناست يو بيداره، ته هم ژاړې زه هم ژاړم

د هجران له درد وغمه د يار ياد دى په سرو اوښكو
په هجران كې بې له ياره ته هم ژاړې زه هم ژاړم

لاله! ومې ګوره زړه ته ستا په شان داغ او خونين دى
پر سارا بهر له ښاره ته هم ژاړې زه هم ژاړم

دا د مينې سر انجام دى زموږ نصيب واړه ژړا ده
شمعه وايي ساقيياره! ته هم ژاړې زه هم ژاړم.



د جمال وړانګې
زما د عشق سبا سبا دى ستا جمال وړانګه وړانګه شو
هر طرف ښكلا ښكلا ده ټول جهان ډېوه ډېوه شو
زما د ژوند اغاز اغاز و ياره ستا په مينه مينه
زما ارمان ګلاب ګلاب و ستا ځواب غونچه غونچه شو
ستا ليلا ليلا نظر و زه يې هم مجنون مجنون كړم
تا زلفان ګيسو ګيسو كړه زما ګرېوان پاره پاره شو
زما د زړه په لوى جهان كې دا ستا خيال خيام خيام دى
زما هوس زخمي زخمي دى ستا غرور نغمه نغمه شو
د ساغر مستي مستي ده د كوثر پر څنډه څنډه
دلته جام خمار خمار دى، هلته خم پياله پياله شو.
دژوندون كاروان
د دنيا پر كږو لارو د ژوندون كاروان تېرېږي
د حالاتو ننداره ده له وختو سره بدلېږي

د تقدير په حواله دي د جهان واړه كارونه
د قسمت په حكم شلېږي ټول د عقل زنځيرونه
په دې لار كې دي ناكامه ارادې او تدبيرونه
له هر چانه پټ جهان دى عواقب يې نه ښكارېږي

له عدمه دې جهان ته ډېرې كډې دي راغلي
له هر څه نه نا خبره څو شپې دلته اوسېدلي
په اميد ورته راغلي په ارمان ورڅخه تللي
انسانان له دنيا درومي ارمانونه يې پاتېږي.

اور
پرې ولوېدې ستا د خولې د انعكاس سكروټې
زما په زړه كې ستا د مينې شرر او واخيسته

له دغه اوره مې اوس ټوله ځيګر اور واخيسته
زما په لاس كې د شرابو ساغر اور واخيسته

د يوه څاڅكي توان يې نه و د مينوش په نوش كې
ساقي د جام له سرشاريه كوثر اور واخيسته

چې پلوشو دې را ايسار كړه د اسمان لمنه
له ډېر جوشه پر اسمان باندې لمر اور واخيسته

چې ښكلي مخ دې له نقابه راښكاره كړ شهلا
ستا په نظر دښكلو مخو منظر اور واخيسته

نه پروانه يم نه د چا اتشكدو ته عابد
دا ستا لپاره مې جانانه پر سر اور واخيسته

د نوراني شمعې بوسې ته چې يې شوه تلوسه
پر پروانه باندې دستي خپل وزر اور واخيسته

د سپين بارخو د خولې څاڅكى بې اثره نه و
شبنم د ګلو په بستر كې سحر اور واخيسته

زه ساقييار شومه نامراد هيلې مې شوې نيمه خوا
زما د وصال د ارمانونو ثمر اور واخيسته.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de