سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

قدرت الله حليم

ښاغلى قدرت الله حليم د حاجي امان الله زوى پر 1360 ل.كال د هلمندولايت په لښكر ګاه ولسوالۍ پورې اړوند(كارېزكلي) كې زېږېدلى دى، لايو كلن و چې د ځينو ستونزو له كبله پاكستان ته كډوال شول او په (ځنګل پير عليزي كمپ) كې استوګن شول؛ خپلې لومړنۍ زده كړې يې په بېلابېلو ښوونځيو كې تر سره كړي او منځنۍ هغه يې هم د كوټې په ښوونځيو كې پايته رسولې دي. پر 1376 ل .كال يې كندهار پوهنتون ته د كانكور ازموينه وركړه او اوس د همدې پوهنتون، كرنې پوهنځي د درېيم كال محصل دى، د استاد الفت، رحمن بابا او غني خان له شعرونو سره مينه لري او خپله د 1378لمريز كال له وږي(سنبلې) مياشتې څخه راپه دېخوا شعرونه ليكي، چې يوه ټولګه يې برابره كړې ده.
د شعر پر لمن يې داسې ارزښتناك توكي هم موندلاى شو، چې پرې ډاډه شو، سادګي، مينه او عاطفه يې د شعر سينګاروونكي توكي دي، كه يې ډېره مطالعه او رياضت وكړ نو اميد شته چې شعر يې نور هم ښه شي. د نورو فرهنګي هڅو تر څنګ اوس د كندهار شريعت غږ راډيو نطاق هم دى، سربېره پر دې د پوهنتون له فرهنګي څانګې سره هم همكاري لري او ددې څانګې مياشتنيو غونډو ته ځينې ډرامې او نندارليكونه هم ليكي، چې په هره غونډه كې مينه والو ته وړاندې كېږي. حليم صيب لاځوان دى او د فرهنګي كاروزيار لپاره يې ډېره انرژي پر ځاى پاتې ده، كه له دې هڅو سره يې مينه همداسې اورنۍ وه نو اميد شته چې ډېر غوره خدمتونه به وكړي.
 

 يادونه
په زړه كې مې راګرځي څو يادونه د جانان
په سترګو سترګو وينم تصويرونه د جانان

رويبار هم په سرو سترګو داسې وايي كله كله
غماز څيرل په لاره كې خطونه د جانان

يو لاس به روايت د ټول جهان كړي راچپه
راځي به ښه بېخاره بيا خيالونه د جانان

يو رود په خروش روان و، په كې څرك واهه سندرو
ښكاره وو ډكېدل تر ېنه لاسونه د جانان.

تنكۍ مينه
پاتې مې نيمګړې شوه تنكۍ مينه
ويې رژوله زما سېلۍ مينه
نه يې دي خندلي لاد ګل په خوله
زړه كې يې ده پاتې د غوټۍ مينه
اور به شي، لمبه به شي، لوګۍ لوګۍ
زړه كې مې تودېږي لېونۍ مينه
ناست به تنها خوښ وي له رمې سره
نه لري شپانه بې له شپېلۍ مينه
خوښ مې په رښتيا روزګار د مينې دى
نــــه لـــــــــــــــري هېڅوك همېشنۍ مينه.
 

پرښته

تانده اوښكه چې ګرېوان باندې سپره وه
هغه زما د زړه په وينو باندې سره وه

بېلتانه دې شو انګار زما لپاره
ځكه جوړه راته لويه اندېښنه وه

څوك به نه و خو بس زه به ګرځېدمه
زما ملګرې يوه د مينې پرښته وه

هم سهار او هم ماښام وم لالهانده
چې پر ما كله راغلې دا څپه وه.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de