سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

ميرزا محمد شكېب

ښاغلى ميرزا محمد شكېب د الحاج راز محمد زوى پر 1359ل كال د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ په خواجه نومي كلي كې زوكړى دى. د كوټې، كراچۍ، زابل او جلال اباد په بېلابېلو ديني او جهادي مدرسو كې يې زده كړې كړي او پر اوس مهال هم په كندهار جهادي مدرسه كې خپلې زده كړې پرمخ بيايي.
د ميرزا محمد شكېب په شاعرۍ كې رواني او له طبيعت سره دشاعرانه مينې پالل پاموړ دي، له هغه مهاله چې په كندهار كې مېشت شوى نو د "ارغند" مستو څپو يې ذهن ته ډېره سمسورتيا وربښلې او شعر يې هم د څرنګوالي له پلوه بېل رنګ خپل كړى دى. له شكېب سره مې يو ځل ليدلي، تنكى او د ښې طبعې خاوند ځوان دى، د كندهار په اوسنيو خپرونو كې يې هم ځينې شعرونه ترسرګو كېږي، چې ورځ پر ورځ يې د هنري پرمختګ څرګندونه كوي. د لرغونې اوسمهالې شاعرۍ مطالعه يې هم ښه ده او كله چې يې شعر لولو نو دده شاعري هم د اوسمهالې هغې په رنګ رنګول شوې شاعري ده.

 د ارغـــــند لـــــه غــــاړې

مسته سندره شي وږمه شي څپه
چې له ارغند ځنې ستنه شي څپه

د ننګ ټپې مو په زلميو وېشي
او شي ملاله پښتنه شي څپه

زما احساس يې كړ د غرونو ملنګ
مستې نڅاوې كړي غرڅه شي څپه

خدايزده كوچۍ ده كه له غرونو راغله
نرمه شپېلۍ وهي شپنه شي څپه

ورسره ملې وي سندريزې وږمې
ترنګ شي سېتار شي او نغمه شي څپه

ځان سره راوړي خاطرې د پرون
د شكېب سترګې او لېمه شي څپه.

1379ل كال. كندهار جهادي مدرسه

هجومه!
كله چې راشې د يادو هجومه
د تېرو تېرو خاطرو هجومه

ما چې به يار ته مخامخ ويلې
د هغو مستو ترانو هجومه

راشه د زړه په كور كې ځاى دركوم
دتېرو غشو او بڼو هجومه

راځه زما د غېږ رباب شه را ځه
خود مې قبول يې په لېمو هجومه

ته وفادار شوې له جانانه ځنې
زموږ د وصل دشېبو هجومه

څومره دې ملې وې خاطرې خاطرې
د هغو هغو او هغو هجومه

1379ل كال، زابل

هله ژر شه
د سعدالله سعيد زابلي په اقتفا

نور مې ختمې دلته شپې دي هله ژر شه
رانه تللې قافلې دي هله ژر شه

دا څو كرښې مې په ياد درسره واخله
زما د مينې خاطرې دي هله ژر شه

د وصال دور مو تېر شو نور به نه وي
په نصيب مو شوګيرې دي هله ژر شه

ستا به خال د تصور په غېږ كې واخلم
د هجران ياغي څپې دي هله ژر شه

نور يې وصل پر موږ كله پېرزو كېږي
د رقيب بيا سترګې سرې دي هله ژر شه

لږ په مينه راته وخانده له ورايه
د ديدن وروستۍ شېبې دي هله ژر شه

په ژړا منزل د هجر نه لنډېږي
دا د مينې سلسلې دي هله ژر شه

د شكېب خو درته نور څه پاتې نه دي
خړ وطن، خالي كوڅې دي هله ژر شه.
1378ل كال.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de