سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

خواجه محمد رغبت

حاجي خواجه محمد رغبت دښاغلي حاجي ګل محمد زوى د 1322 ل كال د لړم پر څلورمه نېټه په كندهار كې زېږېدلى دى، زده كړې يې په چكسواكيا كې په انجنيرۍ څانګه كې ترسره كړي او له پراګ څخه يې ډپلومه اخيستې ده، نوموړى د كندهار په بېلابېلو ادارو كې دندې ترسره كړي او اوس هم له المان څخه افغانستان ته د پرزه جاتو پر سوداګرۍ بوخت دى. د كندهار په ورځپاڼو او نورو خپرونو كې يې ليكنې او شعرونه خپاره شوي دي، يوه شعري ټولګه(د مينې سوز) يې د چاپ لار څاري، (انسان او انسانيت) يې هم د نظم و نثر بله ټولګه ده چې دا هم لا خپره شوې نه ده. د رحمن بابا، خوشالخان خټك، ملايحيى، مولوي عبدالغفار بريالي ، ملاعبدالمنان ، ملاعبدالسلام او ملامحمدعيسى له شعرونو سره بې كچه مينه لري، له دوولسو كلونو راپه دېخوا په امريكا كې د كډوالۍ ترخې شپې ورځې سبا كوي. پر دې بوختياوو سربېره يې له شعر و شاعرۍ سره هم خپله مينه تانده ساتلې، له نورو فرهنګپالو او ادبپالو سره ادبي او كلتوري مرستې كوي، په فرهنګي غونډو كې ګډون كوي او د هېواد له فرهنګي او ادبي بيارغونې سره ډېره مينه او لېوالتيا لري. شعر يې د خپلې ودې او پرمختيا لومړني پړاوونه وهي او د هنريت او شعريت ټول ارزښتونه او اړخونه خپلوي.
په ځينو شعرونو كې يې د وزن نيمګړتيا ترسترګو كېږي چې دا ستونزه هم ترڅه رياضت او زيار وروسته غوڅېدى شي.
 

خوبونه

تږى د عمرونو يم ساقي د شونډو بنګ را
ستړى د كلو يم ښه خوبونه د پالنګ را
د مينې يو بيماريم ميخانې لره درځمه
د ميو يم خمار ډكې پيالې لره درځمه
د حسن ډك جامونه په هر ان كې رنګ په رنګ را
ستړى د كلو يم ښه خوبونه دپالنګ را
ساقي وايمه تاته چې نصيب زما خراب دى
بخت يمه ترټلى داخپل ژوندون مې لوى عذاب دى
خوار يم له ازله رانه ورك ښار د ګلاب دى
زه يو مست فقير يم د كوڅو،كچكول په څنګ را
ستړى د وختو يم ښه خوبونه د پالنګ را
اخته دې تور بېلتون له ډېره درده په نشو كړم
د وصل په ارزو دې يم يوازې تورو شپو كې
خپلو او پرديو دې محتاجه د پردو كړم
ستومانه يم راغلى هغه برخه د ملنګ را
ستړى د كلو يم ښه خوبونه د پالنګ را

مجلس ته مې دښكلو درخبره كړه
په ليدو مې د هغه يار منور كړه
بدله دنياګۍ مې په اختركړه

لرې له غمازه ځاى د سرو ګلو تر څنګ را
ستړى د وختو يم ښه خوبونه د پالنګ را.


د هېوادمينه

پاڅه له خوبه اى افغانه چې هېواد دې بربادېږي
ترڅو به پروت يې په غفلت كې سپينه ورځ دې تياره كېږي

اى زلميه! ته خبر يې چې خپلو ورور مو بېګانه شو
په لمسون او چال او فرېب د همسايه شو
په قدرت پسې له سده دېوانه شو
ايمان غيرت يې دښمن يووړل بېګانه شو
ناست مدهوش په بازارو كې كور مو يو پر بل خر څېږي
ترڅو به پروت يې په غفلت كې سپينه ورځ دې تياره كېږي

تماشه كړو هره ورځ چې وطن كې مو څه كړه دي
په وينو د ځوانانو دظالم لاسونه سره دي
د عقل پوه قلم او احساس ټول راڅخه مړه دي
يو ناست موږ په غرب كې ښه مو كور، ښه مو خواړه دي


څه همت راته په كار دى چې هېواد مو ليلامېږي
تر څو به پروت يې په غفلت كې سپينه ورځ دې تياره كېږي

لټي مه كوئ افغانانو! څه غيرت او همت وكړئ
له سره به كړو روغه دا جونګړه خدمت وكړئ
راټول له لر او بر شئ، يو اواز او وحدت وكړئ
وشړئ ظالم له پاكې خاورې صداقت وكړئ
كه يو نه شو واړه ګران وطن مو تباه كېږي

زما ورونو! ځان خبر كړئ د وطن په يتيمانو
يو تور قيامت په هره شپه تېرېږي پر خوارانو
لاهو دى څوك په سرو وينو، څوك غم خوري د بچيانو
څوك ښخېږي څوك ناست پر فاتحه دعزيزانو
قسم دى اى رغبته كه يو نه شو نابودېږي
تر څو به پروت يې په غفلت كې سپينه ورځ دې تياره كېږي.

1995/10/20 م كال
امريكا

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de