سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالستار كمين

ښاغلى عبدالستار كمين د حاجي عبدالحليم زوى پر 1343ل كال دكندهار شپږمې ناحيې په سرپوزې (داماني) كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. تر اتم ټولګي پورې يې ښوونځى ولوست، چې د اقتصادي ستونزو له كبله نورې زده كړې ورڅخه پاتې شوې او د كورنۍ ټولو كړاوونو اوستونزو ته يې اوږه وركړه، سره له دې چې دكورنۍ د اقتصادي خړوب لپاره كار كوي، خو بيا هم لس كاله كېږي چې شعر ليكي، ددې تر څنګ په ترنم كې هم لوى لاس لري.
شعر يې ولسي رنګ او خوند لري. د ارواښاد بريالي او ګلبيدار له شاعرۍ څخه اغېزمن ښكاري. ښاغلى كمين كله كله دكندهار ادبي او فرهنګي ټولنې په ځينو غونډو كې هم ګډون كوي، كه دې برخې ته يې نوره پاملرنه هم وكړه او دنورو شاعرانو له شعري تجربو څخه يې نوره ګټه هم اوچته كړه، پايله به يې ګټوره وخېژي. شعر يې ولسي څرنګتيا لري او ددې سيمې د ځينو ولسي شاعرانو اغېز په كې ترسترګو كېږي چې كېدى شي د وخت په تېرېدو سره دا اغېز لږ شي. همدا راز د اوسمهالې پښتو شاعرۍ مطالعه هم ورته ضروري ده، ځكه د لرغونو او اوسمهالو شاعرانو د فكري، ذهني او هنري كچ ارزونه او شننه هم ډېر نور اړخونه رابرسېره كوي، چې هرڅوك بايد په دې كار كې برخه واخلي، ښاغلى كمين ډېر شعرونه د ترنم لپاره د موسيقۍ پر مقامونو جوړوي، هيله ده چې له خپل ذهن او فكر څخه دا چوكاټ لرې كړي او داسې شاعرۍ ته دې مخه كړي چې د زړه او ضمير هيلې او غوښتنې يې په رښتيني ډول انځور كړي.
 

نه واى
خپل بدن بلبل افګار ليدلى نه واى
د ګل څنګ سره مې خار ليدلى نه واى

سپين لباس پر تور صورت چوخه اغوستى
بې عمله مې ګفتار ليدلى نه واى

مينان له معشوقو سره خوشحال وي
يافرهاد د تېشې وار ليدلى نه واى

د ازل برخه تقسيم كړه تقديرونو
د يوسف مې خريدار ليدلى نه واى

د معراج پر شپه چې لاړ و لامكان ته
دڅو شپو مې يو سهار ليدلى نه واى

چې په اور كې يې ګلزار دمينې جوړ كړ
ما خليل پر سره انګار ليدلى نه واى

د سهار تر كوره شپې د وزخ دوزخ شي
د يار مخ ته مې اغيار ليدلى نه واى

چې و هر چمن بوستان ته كمين ورشي
په سرو وينو مې بهار ليدلى نه واى.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de