سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالنافع صميميار

ښاغلى عبدالنافع صميميار د ولي محمد پردېس زوى پر 1359 ل كال دكندهار په شپږمه ناحيه كې زېږېدلى دى. شپږ كاله يې په ځينو ديني مدرسو او جوماتونو كې زده كړې وكړې چې اوس هم پر ديني او ادبي زده كړو بوخت دى.
صميميار په شعر ليكلو كې د ښه هنري او ادبي ځواك او ذوق څښتن دى. كه څه هم ډېر تنكى دى، خو ژور فكر او اوچت خيال يې ددې خبرې پخلى كوي، چې نوموړى د سبا ورځې په ښو شاعرانو كې راتلاى شي. كه ځينې سولېدلي شعري تركيبونه، استعارې او تشبېهات يې پرېښودل او دټولنې او وخت نوي انځورونه يې راواخيستل، لنډه دا چې د نوښت لار يې ونيوله هنرمنده او شاعرانه ژبه به يې دده هنري او فكري پانګه نوره هم بډايه كړي.
صميميار صيب په خپلو شعرونو كې له اخلاقي او ادبي جرئت څخه كار اخيستى او تل يې هغه څه ليكلي چې په ذهن كې ورته الهام شوي دي. د ډېرو لرغونو شاعرانو له كلام څخه يې خوند اخيستى او مينه ورسره لري. په دې وروستيو وختونو كې يې بوختياوې ډېرې شوي، له همدې كبله له ادبي چاپېريال څخه يو څه لرې شوى دى. خو بيا يې هم له قلم او كتاب سره خپله مينه اېشنده ساتلې ده.

ساقي
ساقي زړه واخلي، پر سكرټو مو لېمې خپرې شي
له خُمه اور څاڅي مستۍ كې مو نشې خپرې شي
شيدا او عقل سره ورك كړي د جنون پر اسمان
سترګې را واړوي هى هى شي غلبلې خپرې شي
اوښكې شوې وچې د بڼو ريښې مې سرې په وينو
لمن كې وينې وړم چې ستا د جام جلوې خپرې شي
تندى پر خاورو ږدي په اوښكو يې اغزي اوبه شي
چې ستا په ياد د لېونيو سجدې1خپرې شي
زخمونه سرې جامې په تن كې روح د وينو مل شي
لا به دې عشق لره هم نورې جنازې خپرې شي
په وينو ولمبېږي مات شي، ډبرين فكرونه
چې د غرور رخسار دې شمعې ږدي لمبې خپرې شي
شيدا خو هغه ستا زخمونه چې په تيږو څيري
زما له ناكامه تش پر زړه د اور جوپې خپرې شي
سينې انګار شي ستاله عشقه د شراب په نور كې
ذكر په رقص كړو پر خوب مو لطيفې خپرې شي
ستا د نوم زور دى چې د تېښتې په غبار كې شي ورك
د مجاهدو پر دښمن چې قافلې خپرې شي.

1379/تله/29 ل كال، كندهار

دسترګو معراج
بيا دې د سترګو پر معراج د كيف جلوې پرتې دي
ځكه منظر كې مې د وينو سرې لمبې پرتې دي

د اوښكو بوى مو ستا له عشقه دى خمار تود كړى
زړونه نرګس شول د شرابو پرې شغلې پرتې دي

تندي يې يووړل پر سكروټو د سجدو محل ته
سر د جنون دى بې مداره يې لېمې پرتې دي

باڼه دې غبرګ كړل په سينو كې بيا سپرغۍ راښندي
راج د رخسار سره دې ياره زولنې پرتې دي

تا اورولي دي زمين ته نورسي اورونه
مكتب د حورو دى د خال و خط ډېوې پرتې دي

د ځنكدن سلګۍ چې ستا په ياد شهيدې وځي
پر هغو زړو د ابدي ژوند نندارې پرتې دي

چې رابطې به د ايوب وي ستا د زلفو په ننګ
وار د نيزو ته يې تر اوسه لاسينې پرتې دي.

1380/جوزا/21ل كال، كندهار

د عشق مستي
زما چې د خيال سلسلې سرته راغلې
واړه افكار مې وو هم ستا د مينې
سر مې دى كښته ستا مغرور حسن ته
ويني كرم پر كربلا د مينې

زه يو عاجزه د جنون مسله
دا ستا د كبر پر اسمان غوړوم
ستا و رخسار او مستغني صورت ته
درته په خاورو كې لېمې ټيټوم

كه ستا فرمان پر كايناتو نه وي
له تورو خاورو نغمې څوك پاروي؟
بيا تر لحد تجلې څوك روڼوي
په تورو شپو كې ورځې څوك ويښوي؟

كه دې ازل په عشق پرېولاى نه واى
كه دې د مينې انځور كښلاى نه واى
او محبت دې د معراج سراج كې
په سرو شرابو لمبولاى نه واى

دلته به نه واى د اشنا خوبونه
نه د منصور رنګه رسوا يادونه
نه د مجنون او د ليلا لېونتوب
نه د يوسف او زليخا خوبونه

نن مې مستۍ هم ستا له عشقه بولم
چې په دوزخ كې جنتونه كرم
او له غماز سره به يو غمازان
د حسن اور كې دې صورت نڅوم.
1379/جوزا/11ل كال، كندهار


داغ

په ضمير كې مې ژړېږي يو پرېشان داغ
له فراق څخه را زېږي د نيران داغ

رقيبانو مې په وينو ګوتې سرې كړې
له ځيګر ځنې مې كاږي د جانان داغ

رنځور زړه رنځورې وينې په لېمو كې
تر محشره يې راكړى د هجران داغ

چې هرڅو مې رابطې پرې مرتب كړې
درد را تود نه كړ ټټر كې د يزدان داغ

د لحد شپې مې سينګار غواړي د وينو
شهادته را نصيب كړ يو روښان داغ.

1379/جوزا/21ل كال، كندهار

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de